افغانستان

تازه خبر: کابل ښار کې چاودنه شوې

د کابل خوشال خان مينې ته څېرمه څو شيبې وړاندې د يوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

عيني شاهدان وايي چې چاودنه د دعوت پوهنتون مخې ته شوې ده او ماين له يو موټر پسې نښلول شوی و، تر اوسه معلومه نه ده چې د چاودنې هدف څه و.

نن سهار هم په کابل کې د عبدالرحمن جومات خطيب مولانا عبدالسلام عابد په يوې چاودنه کې ټپي شوی و.

د چاودنې د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.