ټولنیزي لیکنې

شهید محمد هاشم میوندوال

ډیپلوم انجنیر عنایت الله اسحق زی   

محمد هاشم میوندوال د ملا عبدالحلیم زوی دی چې په  ۱۲۹۸ هجری شمسی کال (۱۹۱۹م) د کابل په عاشقان و عارفان کې زیړیدلی دې. پلار یی د غزني له مقر ولسوالی څخه کابل ته کډه شوی او د عاشقان و عارفان د مسجد خطیب وه.

میوندوال هغه وخت له اقتصادی ستونزو سره سره لومړی په غازي لیسه کې تر ۸ ټولګي پورې درس ووایه او بیا له حبیبې لیسې څخه فارغ التحصیل شو چې وروسته په مختلفو دندو وګمارل شو. څرنګه چې محمد هاشم میوندوال

د خارق العاده استعداد څښتن و او ډیرو خلکو به بې ږیرې  سید جمال الدین افغان باله.

په ۱۹۴۲ م  کال د هرات د اتفاق اسلام د ورځباڼی مدیر وټاکل شو چې دغه دنده یې ۳ کاله په غاړه وه او په دې موده کې یې د مطبوعاتو، پوهنی او فرهنګ لپاره ستر خدمت وکړ. په دې وخت کې محمد هاشم میوندوال د پردیس تخلص کاوه.

په ۱۹۴۴ م  کال میوندوال د آریانا د دایرةالمعارف د مدیر په توګه وټاکل شو.

په ۱۹۴۵ م  کال د انیس ور ځپاڼی مسؤل مدیر،

‎ په ۱۹۵۱ م، ۱۹۵۳ م او ۱۹۶۳کلونو کې درې واري د مطبوعاتو د مستقل رییس په توګه دنده ترسره کړې او د دې تر خوا دوه واري په کراچۍ کې د افغانستان استازی پاتې شوی دی.

شهید محمد هاشم میوندوال

 په ۱۹۶۲ م کال یې په واشنګټن کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه دنده سر ته رسولې. د باندنینو چارو د وزارت معین او د یو څه وخت لپاره د ظاهرشاه مطبوعاتی مشاور هم و.

په ۱۹۶۳ م کال کې د هغه وخت د پاچا لخوا د افغانستان د صدراعظم په حیث وټاکل شو. درې ورځې وروسته میوندوال خپله کابینه ولسي جرګې ته وړاندې کړه او د اعتماد رایه یې واخیسته. دا چې د عقرب د دریمې نیټې حادثه پیښه شوې وه، محمد هاشم میوندوال پخپله د ولسی جرګی له یو شمیر وکیلانو سره کابل پوهنتون ته لاړ او د پوهنتون په ادیتوریم کې د وژل شویو وطنوالو په فاتحې کې یې برخه واخیسته او د هغوی روح ته یې دوعا وکړه. د پوهنتون محصلینو ته یې وعده ورکړه چې د دې پیښې عاملینو ته به سزا ورکړي. محصلینو د دې خبرې په اوریدو په چکچکو شروع کړه او میوندوال یی په اوږو اوچت کړ.

د میوندوال د حکومت دوره د افغانستان د آبادۍ او ترقۍ لپاره په سیاسی، اقتصادی، اجتماعی عدالت، ملي حاکمیت او د مترقي دیموکراسۍ په اصولو ولاړ وه چې د دغه اساسی تهداب د پیاوړي کولو لپاره یې ډیرې هلې ځلې وکړې.

محمد هاشم میوندوال په ۱۹۶۷م کال د اکتوبر په میاشت کې له صدارت څخه تر استعفا وروسته سیاسی ډګر ته راووت او د مترقي دیموکرات ګوند له لارې يې، چې په ۱۹۶۶ م کال یې جوړ کړی وه، کلکه مبارزه شروع وکړه او د ګوند اخبار د مساوات په نامه یادیده .

محمد هاشم میوندوال د روسانو لپاره د سترګو اغزی وه نو ځکه  د کې، جي، بي د جاسوسانو (پرچمیانو) لخوا چې جنرال عظیمي پکې لوی لاس درلود، میوندوال په ۱۹۷۳ م کال د دسیمبر په ۲۲مه د کودتا کولو په تور ونیول شو او بې له کومې قانوني محکمې بندي او ډېر ژر په دهمزنګ زندان کې د یوه تالی څټي پرچمی صمد اظهر لخوا د شکنجې په وخت کې په لغتو وهلو د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ ورځ په شهادت ورسید. روح دې یې ښاد وي.

د افغانستان په تاریخ کې محمد هاشم میوندوال یوازینی کس دی چې د خپل صدارت په وخت کې خپله ټوله شتمني د پوهنې وزارت ته ورکړه. ده د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې دا ثابته کړه چې د خپل ملي موقف څخه په هیڅ ډول نه په شا کېږي او د شهادت تر مرحلې پورې په خپله عقیده او مبارزه ثابت پاتې شو لکه چې ویل یې:

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم * که خزان را باندې راشي که بهار

این سر که نشان سرپرستی است * امروز جدا از قید هستی است

با دیدهً عبرتش ببینید * این عاقبت وطن پرستی است

956 total views, 23 views today

سرچینه: تاند