افغانستان

طالبان: له امريکايي استازو سره راتلونکې اوونۍ په دوحه کې خبرې کوو

طالبان وايي، راتلونکې اوونۍ له امريکايي استازو سره په قطر کې غونډه لري.

د افغان طالبانو یوې باوري سرچینې رسنيو ته ويلي، د دوی او امریکایي چارواکو ترمنځ راتلونکې مخامخ خبرې به د جنورۍ پر پنځلسمه نېټه په دوحه کې وشي.

ټاکل شوې وه چې پرون او نن د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ لیده کاته وشي، خو دغه غونډه ونه شوه.

طالب سرچینه د غونډې د ځنډېدو لامل دا ښيي چې ګواکې سعودي او پاکستان نه غواړي طالبان دې د خبرو بل پړاو په قطر کې ترسره کړي.

په همدې حال کې افغان حکومت وایي، د پخوا په پرتله پر طالبانو څو برابره فشار زیات شوی چې د امریکایانو پر ځای له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.

له دې وړاندې د طالبانو سرچینو رویټرز ته ویلي و چې د قطر د غونډې د اجنډا په اړه یې له امریکایي لوري سره مخالفت رامنځ ته شوی او له همدې کبله د قطر غونډه د جنورۍ له نهمې نېټې وځنډول شوه.
طالبانو تر دې دمه له امریکایانو سره د جنورۍ پر پنځلسمه نېټه خپله ناسته رسماً نه ده تائيد کړې.
په ظاهره داسې بریښي چې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ښکېلول هم د طالبانو او امریکایانو د اختلاف یو لامل دی.