نړۍ

ایران: د افغانستان راتلونکی دولت له طالبانو پرته ناشونی دی

د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې رسنيو ته ويلي، چې د افغانستان دولت راتلونکی د طالبانو له شتونه پرته ناشونی دی.

جواد ظریف د هند ټلويزيوني شبکې «ان ډي ټي وي» سره په مرکه کې منلې، چې هېواد يې له طالبانو سره اړيکې لري او ټينگار کوي، چې د افغان دولت راتلونکی له طالبانو پرته ناشونی دی،  خو په ورته وخت کې يې دا هم ويلي، چې د ایران په گډون د سيمې هېڅ هېواد نه غواړي طالبان يو ځل بيا د افغانستان بشپړ واک ترلاسه کړي او پر افغانستان واکمن شي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د قطر دفتر پلاوي تهران ته د سفر پر مهال د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي او يو شمېر نورو چارواکو سره ليدلي وو.

ښاغلي عراقچي له دې ناستې وروسته کابل ته راغلی و او افغان چارواکو ته يې ويلي و، چې له طالبانو سره د بين الافغان سولې په اړه خبرې کړي او هغوی يې له افغان حکومت سره خبرو ته رابللي دي.

طالبانو هم له ایراني چارواکو سره د ناستې پخلی کړی و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي و، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته ممکنه وضعيت په اړه له ایراني چارواکو سره غږېدلي دي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: