کلتور او ادب

سولې راشه: محمد الله نوري

محمدالله نوري

رانه ورکې سولې تل درپسې ګرځم
کړم په تا پسې مزل درپسې ګرځم

دهیواد دهر بچي په خوله کې ته یې
هر یو ځوان کړی تکل درپسې ګرځم

بمبارونه دي په هیچا رحم نشته
ځکه ټو ل داسې شډل درپسې ګرځم

ګاونډیانو هم په داسې حال کې خوښ یو
چې یو بل سره کړو چل درپسې ګرځم

خــدای ته وګوره پخلا شــه نازولـــې!
چې حیران شي راته ګل درپسې ګرځم

د اشغال تورې بلا څخه مو خلاص کړه
دلته تل وي دا غوبل درپسې ګرځـــم

څوک طالب او څوک پښتون په نوم مو وژني
اریــانــا شو یو ځنګل درپسې ګرځم

اسلامي نظام سره چې را ستنه شې!
افغانان به مو وي مــل درپسې ګرځم

په مسکو ابوظبۍ کې پيدا نه شوې
په مکه کې به داځل درپسې ګرځم

چې دازیري په نړۍ کې بیا خواره شي
چې هوسا شولو کابل درپسې ګرځم

نوري ځکه ورخطاء ورخطاء ګرځي
اور یی بل دې په کوګل درپسې ګرځم

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سولې راشه: محمد الله نوري

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags