افغانستان

د هوا پېژندنې اداره: نن په ۲۲ ولایتونو کې د واورې او اورښت اټکل شوی

د هوا پېژندنې ملي ادارې د اټکل له مخې، نن په ۲۲ ولایتونو کې د واورې او اورښت اټکل شوی، چې ورسره به په ځینو سیمو کې سېلابونه هم راووځي.

یادې ادارې په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، نن بدخشان، تخار، کونړ، نورستان، کابل، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، پروان، سمنګان، سرپُل، بامیان، میدان وردک، غزني، دایکنډي، غور، بادغیس، بلخ، لوګر او سالنګ کې د نسبت شدیدې واورې اټکل شوی، چې له ۱۵ ـ نه تر ۲۵ سانتي مترو پورې به واوره وورېږي.

همدارنګه په ننګرهار، غور، بادغیس او هرات کې د اورښت اټکل شوی، چې ورسره به سېلابونه هم راووځي.

له تېرې شپې راهیسې د کابل په ګډون په ځینو سیمو واوره اوري او له خلکو یې د سختې وچکالۍ وېره ختمه کړې ده.

له تېرو څو کلونو راهیسې په ګڼو ولایتونو کې د واورې د کمې ورېدنې له امله خلکو سخت مالي زیانونه اوښتي او زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

%d bloggers like this: