نړۍ

روسیه: هیڅکله به هم افغانستان ته خپل سرتیري و نه لېږو

روسي چارواکي وايي: افغانستان ته د خپل سرتیرو د لېږلو په اړه هیڅکله فکر نه کوي او کله به هم دا ډول ګام پورته نکړي.

روسیه دا څرګندنې وروسته له هغې کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: امریکا نوره د افغانستان جګړه پر مخ نشي وړلی او روسیه، هند او پاکستان باید په افغانستان کې جګړه وکړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې: هېواد یې خپل ځواکونه افغانستان ته نه ‌لېږي.

سرګي ریابکوف، چې تیره ورځ هند ته تللی و، د یاد هېواد په پلازمینې نوي ډهلي کې یې رسنیو ته وویل:

روسیه هیڅکله خپل پوځونه افغانستان ته نه لیږي او په دې اړه غور کولو ته اړتیا نشته.

هغه وویل: « افغانستان ته د روسیې عسکرو استول اصلاً مطرح نه‌ دی».

نوموړي زیاته کړه: مونږ له افغان حکومت سره له کلونو راهیسې همکاري لرو، زمونږ اړیکې د پیاوړي کېدو په لوري روانې دي، چې یوې نوې مرحلې ته به ورسیږي.

ریابکوف زیاته کړه: روسیه د افغانستان په جګړه کې برخه نه اخلي او د افغان جګړې د ختمولو له پاره په ښکیلو اړخونو هم د سولې مذاکراتو غږ کوي.
باید وویل شي، چې روسیه له دې وړاندې هم په

افغانستان کې په غیر مستقیم نظامي حضور تورنه شوې او ویل کیږي، چې افغانستان کې د داعش د ختمولو له پاره طالبانو سره هم مرسته کوي.

%d bloggers like this: