افغانستان

په کندهار او هلمند کې جګړې او مرګ ژوبلې رامنځ ته شوې دي

راپورونه وایي، چې کندهار او هلمند ولایتونو کې درنې جګړې شوې، چې ښکیلو اړخونو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په دې اړه رسنیو ته وویل: پرون ټوله ورځ او شپه د کندهار ولایت په شاولیکوټ، نېش، میوند او ارغنداب ولسوالیو کې درنې جګړې شوې.

نوموړي وویل: په دغو جګړو کې ۱۹ تنو حکومتي عسکرو، پولیسو، اربکیانو او د ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۱۱ تنه وژل شوي او پاتې یې ټپیان دي.

احمدي زیاتوي: په نښتو کې مقابل لوري ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

طالب ویاند مني، چې نښتو کې یو شمېر مسلحو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

بل لور ته په هلمند کې هم له جګړو خبر ورکړل شوی دی.

طالب ویاند وايي: د هلمند ولایت د مارجې ولسوال سمرکز ته څیرمه د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وشول، چې په ترڅ کې یې ۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ترڅنګ د مارجې په کیمپ سیمه کې هم ۴ عسکرو ته وروسته له هغې مرګ ژوبله واوښته، چې پوسطه یې د طالبانو له برید سره مخ شوه.

بل لور ته په جنوب زون کې د ۲۰۵ میوند قول اردو مسؤلینو ویلي: په هلمند، ارزګان او کندهار کې د عملیاتو پر مهال له ۴۰ زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.