ټولنیزي لیکنې

هغه څه چې پرځان د باور ترسره کولو لپاره یې کولی شو

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا کمزورتیاوې مو ستاسو د اندېښنې او خپګان سبب شوې دي؟ که چېرې ځواب مو مثبت وي، نو اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې له ځان سره د هغه څه په خاطر چې یاست، مینه ولرئ او په ځان باندې مین شئ، خپله غېږ د خپلو کمزورتیاوو پرمخ پرانیزئ او ځان په هغه ډول چې یاست، په بشپړه توګه ومنئ.

یو له هغو څیزونو څخه، چې زموږ د پرمختګ په وړاندې خنډ ګرځي، دا دی، چې نه شو کولای له ځان سره مینه ولرو، موږ ځان د بریا وړ نه ګڼو، ځکه چې په دې باور یوو، چې ډېرې زیاتې نیمګړتیاوې لرو. د دې لیکنې په دوام ۷ ټکو ته اشاره کوو، ترڅو وکولای شئ خپلې نیمګړتیاوې په پرانیستې غیږه ومنئ.

۱ ـــ خپلې وړتیاوې وپېژنئ
وړتیاوې او هغه ښه څیزونو، چې لرئ، وې پېژنئ، ډېر زیات دي، ښایي وې نه پېژنئ، خو شتون لري.
د دې کار لپاره یوه تګلاره، په هغو څیزونو پسې ګرځېدل دي، چې ورسره مبارزه نه کوئ او یا هغو څیزونو پسې ګرځېدل دي، چې خلک یې ستاسو په اړه ترې ستاینه کوي. کله چې هغو څیزونو ته، چې په ترسره کولو کې یې ښه یاست، ګورئ، نو په تاسو کې د نورو کارونو د ترسره کولو لېوالتیا هم پیدا کېږي.

۲ ـــ له خپلو موخو سره مخامخ شئ
د ځان لپاره موخې وټاکئ او ورسره مخامخ شئ، په حقیقت کې باید یو کار پیل کړئ، د هغو څیزونو په اړه فکر کول، چې غواړئ ترسره یې کړئ، ترڅو چې نه مو وي پیل کړي؛ یوازې ستاسو حالت خرابوي.
کله چې یوه موخه مو مشخصه کړه، نو د ترلاسه کولو لپاره یې ډېرې زیاتې هڅې وکړئ، دغه راز تل مو په ذهن کې وي، چې باید معقولې موخې وټاکئ.
د مالکلوم ګلډول په نامه یو مشهور کس فرض کوو، چې خپلو مهارتونو ته د رسېدو لپاره یې زر ساعته مصرف کړل، نو که چېرې غواړئ، چې د ۵ کلونو په لړ کې ۸ بېلابېلې ژبې زده کړئ، یوازې ځان ناهیلی کوئ.

۳ ـــ له خپلو ماتو څخه عبرت واخلئ
ماتو ته د یوې ماتې په څېر د لیدلو پرځای، هغو ته د زده کړې او عبرت لپاره د یو فرصت په سترګه وګورئ. یو ناسم کار مو ترسره کړی دی، نو اوس ډاډه یاست، چې هغه کار ناسم و او په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، پوه شئ، چې کوم کار سم دی.
په ژوند کې مو چې هر څه ناسم پرمخ ځي، دا ومنئ، چې د اصلاح او عبرت اخیستلو لپاره یو فرصت دی.

۴ ـــ هڅه وکړئ، حتا کله چې احساس کوئ، نه شئ کولای یا نباید کوم کار ترسره کړئ
کله وخت فکر کوو، چې واقعاً نه شو کولای، دا کار ترسره کړو، ځکه یو ځل مو ناسم ترسره کړی دی، دا د فکر یوه ناسمه بڼه ده. پرځای د دې، چې ځانته اجازه ورکړو، چې څیزونه وازمایو، له ځان سره وایو، چې یو ځل دې ناسم ترسره کړی دی، بیا یې نه شې ترسره کولای.
که چېرې نه شئ کولای، چې نوي څیزونه وازمایئ، نو هېڅکله به ونه شئ کولای، چې پرمختګ وکړئ.

۵ ـــ له هغو کسانو سره، چې له تاسو سره د زړه له کومې مینه لري، خبرې وکړئ
که چېرې واقعاً د ځان په اړه د ښو څیزونو له لیدلو سره ستونزه لرئ، نو له هغه چا سره، چې واقعاً له تاسو د زړه له کومې مینه لري، خبرې وکړئ، هغه ته ووایئ، چې څه وخت مو ډېرې سختۍ تېرې کړې دي او هغه به یوه لاره پیدا کړي، چې ښه شئ.
کله وخت زموږ لپاره ډېره سخته ده، چې د ځان په اړه ښه څیزونه وینو او پوه شو، خو هغه کسان، چې له موږ سره د زړه له کومې مینه لري، د دې څیزونو په لیدلو سره مبارزه نه کوي.

۶ ـــ کله چې اړتیا لرئ، استراحت وکړئ
کله چې یو وضعیت یا کار ستونزمن کېږي، یو لنډ او چټک استراحت وکړئ، ترڅو خپله ساه تازه کړئ او ځانته د دې یادونه وکړئ، چې کولای شې، دا کار ترسره کړې.
حتا کله چې ذهن ته مو د استراحت فکر راځي، نو ښه ده، چې استراحت وکړئ، ترڅو وکولای شئ، خپله اراده پیاوړې کړئ او له سره تصمیم ونیسئ.

۷ ـــ هغه کار، چې واقعاً پرې باور لرئ، ترسره یې کړئ
یوه بله تګلاره، چې په مرسته یې کولای شئ، په ځان باندې باور پیدا کړئ، داده، هغه کار چې پرې باور لرئ، ترسره یې کړئ.
هغه کار، چې فکر کوئ، ډېر زیات مهم دی چې ترسره شي، ترسره یې کړئ. لکه: د روغتیا پال ( ډاکټر ) کېدو لپاره، له پوهنتون څخه د ښو نمرو ترلاسه کول، یا له بد معاشانو څخه د خپل ورور ساتنه. مهمه نه ده، چې په کوم څه باندې څنګه باور ولرئ، یوازې پرې اعتماد ولرئ.
کله چې ډاډه شوئ، هغه کار چې باید ترسره شي، پرې اخته شوئ، نو هغه مهال به یې په یوازې توګه ترسره کړئ.

سرچینه: یاران