نړۍ

قریشي: پاکستان غواړي طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي

شاه محمود قریشي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي، هېواد يې دا غوښتنه لري، چې طالبان بايد له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کيني.

قريشي په اسلام اباد کې له ډان خصوصي ټلويزون سره په مرکه کې ويلي، چې د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره بايد افغانانو په خپلو کې سره کيني او بهرني قوتونه دا ستونزه نه شي حل کولی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير تېره مياشت په ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکا ناسته د سولې لپاره ګټوره بللې ده.

د راپورونو له مخې په دغه ناسته کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي استازو د طالبانو له ديپلوماتانو په ټينګار غوښتي وو، چې د ګډ حکومت له پلاوي سره وګوري، خو طالبانو ورته انکار کړی و.

د ګډ حکومت پلاوي له طالبانو غوښتي وو، چې لږ تر لږه د دوی نظر واوري، خو طالبان وايي، چې د کابل حکومت د امریکا په لاس جوړ شوی دی او لومړی بايد د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره له امريکا سره خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دې وروستيو کې د افغانستان سولې په اړه پراخې هلې ځلې پيل کړي اوي ټينګار کوي، چې د امریکا په ګډون د سيمې ټول هېوادونه بايد د روان بحران پای ته رسولو لپاره خپل رول ترسره کړي.

قریشي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د ګډ حکومت د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د ولسمشر اشرف غني سلاکار عمر داودزي تېره سه شنبه اسلام اباد کې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سربېره د سياسي ګوندونو له يو شمېر مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کړې وې.

عمر داودزي هلته له رسنيو سره د خبرو پر مهال هيله ښکاره کړې وه، چې د پاکستان په دريځ کې بدلون راغلی او کولی شي، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کينوي.

خو طالبان تيڼګار کوي، چې د اسلامي هېوادونو فشارونه دوی له خپل دريځ څخه نشي اړولی او لومړی بايد له امریکا سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو خبره وشي.

د پاکستان جيو تلويزون او  جنګ ورځپاڼې ژورناليست حامد میر او يو شمېر نور کارپوهان وايي، چې پاکستان پر طالبانو دومره اغېز نه لري، چې د فشار په نتيجه کې يې له ګډ حکومت سره د سولې خبرو ته کينوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: قریشي: پاکستان غواړي طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي

سرچینه: نن ټکی اسیا