افغانستان

چين د سيمې له هېوادونو د افغان سولې په برخه كې د صادقانه همكارۍ غوښتنه وكړه

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سيمې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د زمينې برابرولو لپاره صادقانه همكاري وكړي.

نوموړي دا غوښتنه تېر ماښام په بيجينګ كې د افغانستان د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وكړه.

د ملي امنيت شورا دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، وانګ يي د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې بهير د ملاتړ ترڅنګ ټينګار وكړ، چې د سولې او ثبات ټينګښت د افغانستان د حكومت او طالبانو ترمنځ له مخامخ خبرو پرته ممكن نه دى.

هغه وويل، له افغانستان سره به په ځانګړې توګه د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه كې خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

بل پلو حمدالله محب له افغانستان سره په بېلابېلو برخو كې د چين همكارۍ وستايلې او د دغه هېواد رول يې د سيمې د امنيت، سولې او ثبات لپاره مهم وباله.

په دې ليدنه كې دواړه لوري د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې پر پروسې، د كابل پروسې د غونډې پر ترسره كولو، د سيمې پر امنيت او ثبات او د دوه اړخيزو اړيكو پر پياوړتيا وغږېدل.