ټولنیزي لیکنې

څنګه ښه وينا وکړو؟

فضل باري مشفق

ډېر پوهان، استادان، عالمان او ويناوال هڅه کوي چې د وينا په وخت کې ښې خبرې وکړي او مخاطب لوري ته خپل احساسات او پيغام په ښه توګه وړاندې کړي، په ننۍ بوخته نړۍ کې ډېر خلک ساعتونه ساعتونه وخت نه لري او لږ وخت يې په ډېرو کارونو او بوختياوو ويشلی وي، له دې سره سره نن وخت جې له بل هر وخت څخه د پرمختګ، پوهې او له ساده ګۍ څخه د راوتو زمانه ده بايد چې په سړي کې د مثبت تغير څرکونه وليدل شي، خبرې اترې چې د هر ساعت او هرې ورځې اړتيا او د يو بل د پوهولو او يو بل ته د پيغام د رسولو لاره چاره بايد په سمه توګه ترسره شي چې دلته د خبرو اترو او ویناوو په لارو چارو خبرې شوي دي.

خبرې بايد څنګه پيل کړو؟

مخکې له دې چې يوې غونډې، يو چا سره يا یو مجلس کې خبرې کيږي بايد ويناوال وپوهيږي چې چاته خبرې کوي؟ ددې ترڅنګ ويناوال بايد د خپلو خبرو په پيل کې د خپلې وينا موضوع او لنډيز خلکو ته واضح کړه او په خپل نوښت او هڅو د خلکو توجه ځانته راواړوي، دا نو بيا د هر وينا وال خپله وړتیا ده او بيلابيلې لارې چارې دي چې خلک څنګه او په څه طريقه د ځان لوري ته رامات کړي او بيا قدم په قدم د خبرو نورو پړاوونو څخه تير شي او په تدريجي توګه خبرو ته دوام ورکړي.

څنګه جرئت وکړو؟

د انسان ذهن او مازغه د هغه په حواسو تاثير کوي، کله چې يو څوک په ذهني توګه يو کار ته ماده وي، هغه کار که څومره هم ستونزمن وي، نو په جرئت او برياليتوب يې ترسره کوي، خو که چېرته يو څوک په ذهني توګه يو کار ته اماده نه وي نو يو اسان کار هم نه شي ترسره کولای، هر وينا وال په ځانګړې توګه ابتدايي ويناوال بايد په دې فکر وکړي چې چاته خبرې کوي هغوی هم انسانان دي او کومه ستونزه نشته بايد خپلې خبرې په سړه سينه، حوصله او جرئت پيل کړي، خو له دې هرڅه نه مخکې ضروري داده چې متکلم او ويناوال باید د څه ويلو له پاره یو څه تومنه او معلومات ولري او مخکې له مخکې يې د موضوع اړوند مطالعه کړې وي او خپل معلومات يې بشپړ کړي وي، که چېرته څوک په څه نه پوهيږي، مطالعه هم نه لري او د بيان له پاره د ټاکلې موضوع په اړه ورسره څه نه وي که څومره هم زړور، تکړه او هوښيار وي خو وينا به يې نيمګړې وي او د وينا کولو په وخت کې به بې جرئته او له ستونزو سره مخ وي، ځکه چې هغه بيا په داسې حالت کې له حيرانتيا او فکر سره مخ کيږي چې اوس څه ووايي؟

په کومه لهجه او څه ډول وغږېږو؟

د هرچا خبرې د هغه په خپله لهجه اغيزناکې او فصيحې وي، هيڅ اړتيا نشته چې د يوې ژبې خلک دې په خبرو کې لهجه بدله کړي او يادې په خپله ژبه کې د نورو ژبو کلمې وکاروي، ځکه چې په داسې حالت کې متکلم په خپلو خبرو کې نښلي او د خبرو په روانۍ کې يې خنډونه رامنځته کيږي او هم د مخاطب په ذهن کې ددې متکلم په اړه پوښتنې او نه پاملرنه راپورته کيږي او څومره چې متکلم له خپلې لهجې خبرې بلې لهجې ته اړوي هغومره يې اغيز کميږي؛ نو ښه خبره داده چې سړی بايد په خپله لهجه او خپله ژبه خبرې وکړي او په دومره اندازه وغږيږي چې د مجلس لومړني او وروستني ټول ګډونوال يې په سمه توګه واوري، ددې ترڅنګ بايد په وينا کې د احساساتو او جذبو په ځای د استدلال او پيغام رسونې هڅه وکړي.

د دريځ په سر څه ووايو؟

ځينې ويناوال او مقررين چې په مجلس يا يوه غونډه کې خبرې کوي نو ډېری وخت يې خبرې هغه مهال ګډې وډې او له موضوع ووځي چې له پيله يې موضوع نه وي ټاکلې او تياری يې نه وي نيولی او بيا يواځې د دريځ په سر خپل وخت پوره کوي او په يوې او بله موضوع خبرې کوي او په خپلې ټاکلې موضوع څه نشي ويلای، نو دريځ يا غونډې ته له تګ نه مخکې په کار دي چې د موضوع اړوند مطالعه وشي او معلومات راټول کړي ترڅو په موضوع ښې خبرې وکړي. ددې ترڅنګ ويناوال بايد خپل مخاطبين درک کړي چې مخاطبين يې لوستي نالوستي، عام او که علماء دي، په همغه طريقه بايد خبرې وشي، ځينې ويناوال او پوهان يو عام مجلس ته خبرې کوي، مګر خبرې يې ټولې علمي او مغلقې وي چې عام خلک ورباندې په سخته پوهيږي.

څومره وغږېږو؟

پوهان وايي چې ښه وينا هغه ده چې لنډه خو با مفهومه وي او يو څوک وکولای شي چې خپل پيغام د ساعتونو په ځای په دقيقو کې تمامه کړي، که يو څوک پنځوس دقیقې خبرې کوي او له ټاکلې موضوع وځي، يوې او بلې خوا ته ځي دا ښه او اغيزناکه نه ده مګر که يواځې لس دقيقې خبرې وکړي خو د موضوع اړوند يې وکړي، له يوې خوا به يې وخت کم نيولی وي او له بلې خوا به يې خلکو ته پيغام په ښه توګه رسولی وي او خلک به د هغه له ډېرو خبرو څخه ستړي او خسته شوي نه وي د لنډ وخت له پاره به مخاطب ويناوال ښه متوجه وي.

وينا څنګه پای ته ورسوو؟

وينا بايد په دې توګه پای ته ورسول شي چې د پورته ټولې وينا خلاصه او پایله یو ځل بيا په لنډه توګه مخاطبينو ته واورول شي، ځکه چې که هغوی د ټولې وينا خبرې په ذهن کې نه وي ساتلې نو دا د وينا وروستي او مهم ټکي خو بايد په ذهن کې ولري او ددې فايده داده چې د همدې مهمو نقطو په ذهن کې د پاتې کېدو او کيناستو له وجې د وينا د متن مهمې برخې هم اوريدونکي ته وريادېدلی شي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: څنګه ښه وينا وکړو؟

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: