افغانستان

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: په ۲۰۱۸ کال کې په بېلا بېلو ترهګریزو بریدونو کې ۱۷ افغان خبریالان وژل شوي دي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، په ۲۰۱۸ کال کې  په افغانستان کې  ۱۷ افغان خبریالان وژل شوي  او د دغې کمیټې لخوا له خبریالانو او رسنیزو کارکونکو سره د تاوتریخوالي ۱۲۱ پیښې ثبت شوې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رئیس نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ د دې ریپوټ د خپرولو پر مهال وویل، چې په دغو پیښو کې د خبریالانو د وژنې، ټپي کیدو، لنډ مهال بند، تښتونې، تاوتریخوالي او یو شمیر نورې پېښې شاملې دي.

ښاغلي شریفي زیاته کړې چې “په تېر ۲۱۰۸ کال کې په مجموعي ډول ۱۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، نو  له دې کبله افغانستان یو ځل بیا د خبریالانو لپاره د خطرناکو هیوادونو په سر کې دی”.

د ښاغلي شریفي په وینا، په تیر عیسوي کال کې د ۱۵ خبریالانو د ټپي کیدو، د ۲۱ د وهلو، د ۲۸ د ګواښلو ، د ۲۳ د سپکاوي او بد چلند، د ۵ لنډ مهال بند او د تښتونې او له دندې د ایستلو دوه پيښې د دغې کمیټې لخوا  ثبت شوې دي.

د دغې کمیټې ریپوټ ښیي، چې په یادو قضیو کې ۱۵ ښځینه خبریالانې هم شاملې دي، چې د دندو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

خو د خبریالانو د خوندیتوت کمیټې رئیس وویل، چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په تیر ۲۰۱۸  کال کې د افغان خبریالانو د وژنې او له هغوی سره د تاوتریخوالې په پیښو کې کمښت راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې، په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي وو، او په دغو عیسوي کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۹ پیښې ثبت شوې وې.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه، داعش ډله او وسله‌وال طالبان له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په ۵۰ سلنه پېښوکې ګرم بولي او د ۴۴ سلنه پيښو مسولیت یې د افغان حکومت په غاړه اچولی دی.

د دغو خپاره شوي رپوټ له مخې د ۱۶سلنه پيښو مسولیت ناپیژندو وسله‌والو ته نسبت ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ۳۴ ولایتونو له ازادو خبریالانو سره په ناسته کې ژمنه کړې، چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د کابینې  په غونډه کې مطرح کوي.

ولسمشرغني افغان امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د خبریالانو د امنیت ساتنې لپاره ځانګړي وړاندېزونه ورته وکړي.

%d bloggers like this: