افغانستان

قریشي: له طالبانو غواړو چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني

په داسې حال کې چې امریکا د سیمې په کچه پراخې هڅې پیل کړې څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي او په همدې توګه امریکا ورباندې خپل دائمي پوځي حضور ومني، تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې هیواد یې پر طالب مشرانو فشار راوړی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.

شاه محمود قریشي پاکستانۍ “ډان“ ورځپاڼې ته ویلي، پالیسي او هدف یې دا ده چې افغانان خپلمنځي جوړجاړي ته ځان سره ورسوي او که داسې ونه کړي د بهرنیانو خبرې ورته ګټه نه لري.

بلخوت بیا طالبانو تل ټینګار کوي چې له افغان لوري سره مذاکراتو ته کیني خو چې د بهرنیانو سره د اشغال په سرنوشت، د بندیانو او د تور لیست پر موضوع یوه جوړجاړي ته ورسیږي.

قریشي داسې مهال دا څرګندونې کوی چې تازه د افغانستان د سولې شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزی پاکستان ته ورغلی او د دغه هیواد له سیاسي او مذهبي مشرانو یې غوښتي چې طالبان دې وهڅوي، څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته اماده شي

%d bloggers like this: