نظر او تحلیل

د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع له چاسره ده ، دولت که طالبانو سره؟!

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د طالبانو سره د ستړي مشې پر مهال

شاهد (غزنیوال)

په یوه تازه انکشاف کې د ولسمشر مرستیال ویاند ښاغلي شاه حسین (مرتضوي) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د طالبانو ویاند بللی او د هغه د څرګندونو په اړه یې احساساتي غبرګون ښودلی دی.
ښاغلي ظریف له ان‌ دی ( NDTV) تلویزوني شبکې سره د مرکې په ترڅ کې ویلي چې راتلونکی افغانستان د طالبانو له رول او مشارکت پرته ناشونی دی.

خو دا واقعیت د ښاغلي مرتضوي په مزاج تریخ لګیدلی او له امله یې جواد ظریف ته د طالبانو د ویاند خطاب کړی دی.

ښاغلی مرتضوي له یوې خوا د سولې په اړه د خپل حکومت طرحه له سیمه ییزې اجماع څخه برخمنه بولي او له بلې خوا بیا ایران چې د افغانستان د ګاونډ یو مهم سیمه ییز هیواد دی د طالبانو په ویاندويي تورنوي.
یواځې ایران نه ، بلکې د مرتضوي او د هغه د حکومت له نظره پاکستان او روسیه هم د طالبانو حامیان دي .

چې په دې سره هغه ادعاء چې ښاغلی مرتضوي یې د سولې په اړه د دولت له طرحو څخه د سیمه ییزې اجماع د حمایت په اړه کوي اوس خپله د دولت په اعتراف د دولت په ځای له طالبانو سره ده.

په تیره اونۍ کې له ایران څخه د طالبانو د سیاسي پلاوي لیدنه او همدا راز تر هغه وړاندې په متحده عرب اماراتو کې د کابل له شتون پرته د پاکستان، سعودي او متحده عرب اماراتو په ملتیا د طالب او امریکایي استازو ترمنځ مذاکرت ټول د دې ښکارندويي کوي چې ګډ حکومت له ټولو هغو هڅو څخه چې د راتلونکي افغانستان په اړه تر سره کیږي په حاشیه کې ساتل شوی.
او دا له دې وجې څخه چې هغوی ته د افغانستان په راتلونکي کې کوم رول نه دی پاتي.

لهذا دولتي ویاندویان وړاندې تر دې چې ایراني چارواکي د طالب په ویاندې تورن کړي باید لومړی خپل سیاسي او ديپلوماتیک ضعف درک کړي چې حتی د دوی اصلي حامي ( واشنګټن ) هم تري مخ اړولی او د افغانستان د راتلونکي په اړه غونډو کې یې شتون اړین نه بولي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع له چاسره ده ، دولت که طالبانو سره؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: