افغانستان

طالبان: فراه کې وژل شوی تن خبريال نه و

طالبانو په فراه کې د دې ولايت د مقام دفتر کارمند د وژنې په اړه د رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې ويلي وو طالبانو په فراه ولايت کې د جاويد نوري په نامه خبريال وژلی.

د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې طالبانو څو ورځې وړاندې د فراه ولايت مرکز اړوند څو تنه دولتي مامورين او اربکيان ژوندي نيولي چې په هغوی کې د جاويد نوري په نامه هغه کس هم و چې د فراه ولايت د والي د دفتر د حاضرۍ مدير، د رارپورونو د راوړلو او مقرريو د مسؤل په توګه درې دولتي دندې ترسره کولې.

احمدي ويلي چې نوري له نيولو وروسته د تيښتې هڅه وکړه چې د طالبانو له لوري وويشتل شو.

هغه ويلي دي چې نوري خبريال نه و او نه د خبريالۍ په نامه وژل شوی دی او زياته کړې يې ده چې مونږ هره ورځ ګڼو خبريالانو سره اړیکې لرو او د طالبانو د واک لاندې سيمو ته تګ راتګ کوي او هلته هيڅ ډول ويره نه لري.

نوموړي زياته کړې چې طالبان له دولتي بنديانو سره ښه سلوک کوي، خو دا چې د نوري د تيښتې هڅه دا ثابتوي چې نوموړی مهم دی او په وينا يې د جرم له سزا څخه د خلاصېدو هڅه يې کوله.

احمدي د جاويد نوري ځينې اسناد هم خپاره کړي دي چې نوموړی په کې د يو دولتي مامور په توګه ياد شوی دی.

طالبانو په رسنيزو ادارو هم غږ کړی دی چې باید دولتي مامورين د رسنيو د کارمندانو په توګه ياد نه کړي او داسې کړنې به د رښتينو خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.