نظر او تحلیل

د ټرمپ فیصله: هم فرصتونه او هم چینلجونه

واحد فقیري

په افغانستان کي د متحده ایالاتو دوو پخوانیو سفیرانو، ښاغلي نیومن او ښاغلي وېن، د جنوري پر ۱۰ د امریکا په مشهور سیاسي ویب سایټ (د هیل) کي لیکي: د ټرمپ دا فیصله چي له افغانستانه به نیم امریکايي عسکر راباسي، ډېر سوالونه لا جوابه پرېږدي.

د یوې خوا، د امریکا د عسکرو احتمالي خروج په افغانستان کي پراخه وېره ایجاده کړې، او له بلي خوا ئې ایتلافي ملګري اندېښمن کړي دي. د ټرمپ دا فیصله افغان سیاستوالو ته دوه انتخاب ور کوي، او هغه دا چي یا به خپل هیواد ته نجات ور کوي، او یا که چیري ناکامه سي خپل وطن به یوې فاجعې ته ور کش کړي.

اوس نو، که چیري ۷۰۰۰ عسکر راوایستل سي، هلته به ۸۰۰۰ امریکايي عسکر پاته سي. په همدې اندازه به د ناټو عسکر هم پاته وي. د دې عسکرو ماموریت به څه وي؟ ایا زموږ ملګري به د دې بدلون سره موافقه وکړي؟ په تېره بیا دا چي امریکا د هغوی سره پدې باره کي هیڅ سلا مشوره نه ده کړې؟ ایا امریکا به د کمو عسکرو په واسطه خپل ماموریت تر سره کړای سي؟ ایا د پولیسو سره به کومکونه جاري وي؟ دا ګرده ناممکن ښکاري.

تر څو پوري چي امریکا دې سوالونو ته جواب و نه وايي، موږ به خپل ایتلافي یاران پدې قانع نه کړو چي امریکا یوه پخه ستراتیژي لري. امریکا او ناټو له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ پوري تعهد کړی دئ، ایا موږ به خپله وعده پوره کړو؟ او که به وعده خلافي وکړو؟ ایا بیا به زموږ ملګري کله هم پر موږ باندي باور وکړي؟ ایا زموږ ملګري به د خروجي دروازې په طرف په مسابقې کي نه سي؟

د دې سوالونو د جواب لپاره باید زموږ حکومت ښه چورت ووهي. بلخوا، په افغانستان کي د جمهوري ریاست انتخابات راروان دي. دا ډېره مهمه ده چي هلته داسي قوي حکومت راسي چي د امریکايي قواوو د راکمولو سره سره پر خپلو پښو ولاړ وي. خو له بده مرغه د افغان سیاستوالو سابقه چندان ښه نده. د افغانستان موسسات کمزوري دي، او هیواد د یوه روان بغاوت سره لاس او ګریوان دي. که چیري افغان سیاستوال پخواني اشتباهات تکرار کړي، هغوی به په ډېره اساني سره خپل وطن یوه تباه کونکي هرج و مرج ته ور ټېله کړي.

البته، دا څرګنده خبره ده چي بیا به امریکا د نجات لپاره هلته ور نه سي. که چيري په افغانستان کي سیاسي بحران او لګه درګه زیاته سي، دا به د ټرمپ لپاره د وتلو ښه پلمه سي. دا هم باید په یاد ولرو چي وروسته له ۱۸ کالو جنګ څخه به ډیر لږ امریکایان د ټرمپ له تصمیم سره مخالفت وکړي.

افغان سیاستوال باید خپل ماجراجویانه خیالات له سره وباسي، او د یو څو محدودو او قابلو سیاستوالو پر شاوخوا باندي راغونډ سي، داسي کسان چي د انتخاباتو د ګټولو چانس ولري. افغانان باید داسي انتخابات تر سره کړي چي تقلب په کښې کم وي، او د یوې بااعتباره نتیجې چانس ئې زیات وي.

د ټرمپ د عسکرو د راکمولو فیصله به ښايي څه نرمه سي، خو د هغه د وتلو پیغام څرګند دئ. که چیري انتخابات کامیابه وي، ښايي افغانستان د بین المللي ټولني څه حمایت تر لاسه کړي. حتی که چیري دا کار و هم نه سي، بیا به هم یو قوي حکومت وکړای سي چي د خپلو دوښمنانو په مقابل کي مقاومت وکړي.

دا چي افغان سیاستوال به خپل پخواني بد عادتونه خوشي کړي، او د یوه قلابي انتخاباتو مخه به ونیسي، د دې خبري چانس واقعا ډیر کم دئ. مګر که چیري هغوی دا کار و نه کړي، او په نتیجه کي خپل وطن بایلوي، د دې ګناه او مسولیت به د هغوی په غاړه وي.