کلتور او ادب

خپله ژمنه ساتي/ زهیب

حافظ محمد قاسم زهیب

تر ځان در تیر دي خو ستا غولی له دښمنه ساتي

یو څو د ګوتو په شمیر خلګ دې وطنه ساتي

 

له ننګ غیرت حریت نه ډکه پاکه خاوره دي بیا

له لنډغرو د ناټو او واشنګټنه ساتي

 

دا ستا په غیږه کي لوی شوي ته ځانګو یې د دوی

اصیل بچیان دي دي ستا نوم او ستا لمنه ساتي

 

در پرې به نږدي په هیڅ وخت کي د خزان لاسونه

د تن په وینو دي خړوبه لکه ونه ساتي

 

ته د ایوب او ملالۍ د اکبرخان ټاټوبی

نن دي طالب د زمانې له مکناټنه ساتي

 

ځي د صدیق، عمر، عثمان، علي حیدر په لاره

غیرتي خلګ دي ستا خاوره غیرتمنه ساتي

 

یار افغانان بیا طالبان دي د زهیب ملګري

تر څو چي ژوند وي خپل دریځ او خپله ژمنه ساتي

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: خپله ژمنه ساتي/ زهیب

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: