نړۍ

له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو

یوه امریکایي پوځي چارواکي ویلي دي چې له سوریې څخه يې د ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دی خو د دقیقو شمیرو په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له سوریې څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، واشنګټن داسې بحثونه تاوده شول چې ښايي امریکا دغه کار ترسره نه کړي او د ولسمشر د پریکړې د عملي کېدو د ځنډېدو خبرې کېدې.

خو اوس د امریکا په مشرۍ په سوريه کې د داعش ډلې ضد ایتلاف ویاند سین راین، ویلي دي چې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دی.

تر اوسه پورې لا په دې اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي چې څومره پوځي وسایط او ځواکونه له سوریې څخه وتلي دي.

له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په داسې حال کې پیلیږي چې ترکیې پر کردي ځواکونو باندې د بریدونو ګواښ کړی دی. کردان په سوريه کې د داعش پر ضد جګړه کې د امریکا متحد دي.

%d bloggers like this: