افغانستان

پر افغان ولسشمریزو ټاکنو د امریکا او روسيې چنې

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې باید د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شوې وای، د بېلابېلو علتونو له امله درې میاشتې وځنډول شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه ټاکنې امریکا پر خپل فشار ځنډولې او د خپلې «د سولې سناریو د تطبیق» لپاره يې ځنډولې دي.

د ټاکنو د ځنډ ګنګوسې هغه وخت رسنیزې شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل ماموریت پیل کړ او ټینګار يې کاوه چې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې به یوې پایلې ته ورسېږي.

د ټاکنو کمیسیون د مهال‌وېش د اعلان پر مهال ټینګار وکړ چې د دوی اعلان شوې نېټه نه بدلېدونکې ده، خو څو ورځې وروسته يې وویل، چې د بېلابېلو علتونو له امله ټاکنې درې میاشتې وځنډول شوې.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د محمد اشرف غني او د ټاکنو کمیسیون له ټینګار سره سره وروستۍ پرېکړه دا شوه چې باید ټاکنې وځنډېږي، دا هر څه ښيي چې پرېکړه امریکا د فشار له امله شوې ده او غواړي ټاکنې يې د خوښې وړ او د سولې پروسې سناریو هم له خپلې خوښي سره طرح کړي.»

د امریکا سفارت د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې خپره کړې اعلامیه کې د روسيې څرګندونې رد کړې او ویلي يې دي، د ټاکنو د ځنډ پرېکړه پخپله ټاکنو کمیسیون کړې ده.

د سفارت د اعلامیې له مخې ټاکنو کمیسیون ځکه د ټاکنو د ځنډ اعلان وکړ، چې «تېرو ټاکنو کې موجودې نیمګړتیاوې او ستونزې له بیا تکرار نه شي.»

په ورته وخت کې د ټاکنیز بهیر څاورنکي بنسټونه پر دې باور دي، چې له ځنډ سره سره دوی هیله نه لري چې ټاکنې دې پر خپل وخت ترسره شي.

موده وړاندې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وویل، د ولسي جرګې ټاکنو ثابته کړه، چې دا کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو څه، د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو وړتیا هم نه لري.

ټاکنو کمیسیون په دویم اعلان کې ويلي چې ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکې د چنګاښ په وروستيو کې ترسره شي.