افغانستان

مشعل له باجوه سره پر افغان سولې خبرې وكړې

عاطف مشعل او قمر باجوه

په اسلام اباد كې د افغانستان سفير عاطف مشعل تېره ورځ د پاکستان د پوځ له لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه سره وليدل.

په پاكستان كې د افغانستان سفارت ويلي، په دې ليدنه كې پر افغان سولې، د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

بل پلو د پاكستاني پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د دغې ليدنې په مهال جنرال باجوه سفير مشعل ته وويل، خدمتونه به يې د دواړو هېوادونو د علاقې وړ مسايلو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس او د سولې د سيمه ييزې اجماع لپاره د جمهور رئيس د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په مشرۍ افغان پلاوي پاكستان ته د څلور ورځني سفر په مهال د دغه هېواد له يو شمېر چارواكو او سياسي او مذهبي څېرو سره وليدل او له هغوى يې د افغانستان د سولې په بهير كې د همكارۍ غوښتنه وكړه.