لوبې

د بدن د ښکلا ماسټر ولې ناهيلی دی؟

راپور: مجتبا محمدي

هلمندي ورزشکار دبدن د ښکلا په نړيوالو سیالیو کي د ۱۰۰ هیوادونو په سطحه څلورم مقام ګټلي دی.
شکرالله هلمندی د بدن د ښکلا په برخه کي هغه افغان لوبغاړي دی چي څو واره یې هیواد ته غوره مقامونه راوړي دې چي دا ځل یې هم په سلو بهترینو کي د خپل د هیواد ملي بیرغ لوړ ساتلی او د نړۍ د سلو هیوادونو د ورزشکارنو په منځ کې یې څلورم مقام ګټلی دی.

شکرالله هلمندی وایي کله چې مي د نړۍ د سلو پرمختللو هیوادونو په سطحه د خپل جګړه ځپلي هیواد دپاره څلورم مقام وګټي ډیرخوشاله وم.

ځکه دی وایي که افغانستان د امریکا، کاناډا، جرمني، ایران، چین، روسیي، فرانسي، جاپان او د نړۍ د نورو سلو پرمخ تللو هیوادونو د ورزشکارانو د امکاناتو سره مقایسه کړو، زه د خپل هیواد چامپین یم او د څلورو وچو په منځ کي ځان داسي احساسوم چي ګواکي لومړی مقام دې ګټلی دی.

په دغه سیالیو کي چي په ټالینډ هیواد کي جوړي سوي وې د افغانستان په شمول د نړۍ سلو هیوادونو ورزشکارانو پکښې ګډون کړي وو چي د افغانستان څخه یوازي شکرالله هلمندی وو.

د هلمندي په خبره نور به هم خپلي مبارزې ته ادامه ورکوي او د راتلونکي کال په مسابقو کي به هم ګډون وکړي.

که څه هم شکرالله هلمندې پنځه ځلي ماسټرافغانستان درې واره د اسیایي هیوادونو په سطحه ګولد مډالیست سوی، او تیرکال په ۳۰آسیایي هیوادونو کي د بدن د ښکلا په برخه کي د سپینو زرو د مډال په راوړولو سره دوهم مقام خپل کړی وو چې هغه مهال یوازي د هلمند د اطلاعاتو او کلتور د ریاست او د ځوانانو د ادارې له خوا ورته ستاین غونډه جوړه سوې وه.

خو سږکال ګيله کوي چي د کومي دولتي اوغیري دولتي ادارې له خوا نه دی ستایل سوی او نه یې هم د تشویق په اړه پروګرامونو کي ګډون کړی دی.

شکرالله هلمندي چي څو ځلي هلمند ته د عضلاتو د ښاغلي او ماسټر افغانستان لقبونه هم راوړي دي وایي کله چې مسابقو ته ځي هیچا ورسره نقدي مرسته نه ده کړي یوازي او یوازي په خپلو مصارفو باندي ځي مقامونه اوبریاوي راوړي.

هلمندی وایي که څه هم په دا ډول سیالیو کي لومړی مقام او یا هم نور مقامونه چي پخوا تردې يې هم راړوي دي اسانه کارنه دی، خو دی وایي سره له دې چي نه ددې ولایت د لوړ پوړو چارواکو، نه ورزشکارانو، نه د ورزش آمریت، نه تجارانو او نه هم د نورو دولتي ادارو له خوا ستایل سوی بلکي تخریب یې لا اضافه پسې کړي دی چي شکرالله ددې مقام وړتیا نلري.

دی تور پوري کوي چي د هلمند د ورزش آمریت په هرډول فساد باندي تورن دی او وایي چي دغه ډول کسان د ورزش د آمریت وړتیا نلري، حد اقل د ورزش آمر بايد ورزشکار وي، تر څو نور ورزشکاران درک کړي.

هلمندی په ټولو ورزشکارانو باندي غږ کوي چي دا خاوره د مور حیثت لري نو په کار ده چي ټول په ګډه سره مبارزه وکړو او ددې مبارزې لپاره مي د هیواد بیرغ په ملي او بین المللي سطحه لوړ ساتلی دی او تل به مبارزه پاته کیږم.

شکرالله هلمندی هغه ورزشکار دی چي تردې وړاندي یې هم د بدن د ښکلا په برخه کي د ماسټر افغانستان او د طلايي افغان لقبونه راوړي دي.

د هلمند د بدن د ښکلا فدراسیون مسول حاجي توریالی وایي د ورزش امریت هیڅ ډول امکانات نلري چي د ورزشکارانو د پاره پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړی وايي په هلمند کي ورزش صفر دی همدغه زه شکرالله هلمندی یم چي د هلمند نوم مي تر یوه ځایه رسولی دی.

توریالی وایي کله چي د پروګرامونو دپاره غوښتنه کوو نو راته ویل کیږي چي لازمه بودیجه نلرو چي پروګرام کي درسره مرسته وکړو او تل یې وړاندیز را رد کړی دی.
په دې اړه مو د هلمند د ورزش آمریت سره د اړیکي نیولو هڅه وکړه بریالي نه سو.

سرچینه: یاران