ټولنیزي لیکنې

د قرغزستان د تحصیلي بورسونو په هکله خبرتیا

د قرغزستان هېواد اعلان کړی، چې د ۲۰۱۹ تحصیلي کال په مخه د ماسترۍ په کچه د شپږو (افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او منګولیا) هېوادونو محصلینو ته په مختلفو څانګو کې وړیا تحصیلي بورسونه ورکوي.

د تحصیلي بورس شرایط:

۱ـ نوماند محصل باید له انګلیسي ژبې سره پوره بلدتیا ولري

۲ـ د آیلیټس(ټوفل) سند لرل ضروري نه دي

۳ـ نوماند محصل باید دیپلوم او د لیسانس دورې ټرانسکرپټ ولري

۴ـ نوماند محصل باید له لاندې هېوادونو څخه د یوه هېواد تابعیت ولري:

افغانستان

ازبکستان

تاجکستان

ترکمنستان

قزاقستان

منګولیا

۵ـ د نوماند محصل عمر باید له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي

د تحصیلي بورس امتیازات

۱ـ د پوهنتون مکمل فیس ورکول کیږي

۲ـ د میاشتې ۳۰۰ یورو جیب خرڅه ورکول کیږي

۳ـ د صحت او معالجې مصارف مکمل ورکول کیږيتح

۴ـ د سفر مصارف هم ورکول کیږي

۵ـ د نوم لیکنې آخري نیټه: ۱۵ جنوري/۲۰۱۸م

نوم لیکنه په آنلاین بڼه ترسره کیږي، د نوم لیکنې لپاره یوازې درې ورځې پاتې دي، بیړه وکړئ او خپل نومونه د لاندې آدرس له لارې ثبت کړئ:

http://osce-academy.net/en/masters/admission/