لوبې

ایم ایس دهوني په یو ورځنیو لوبو کې «۱۰۰۰۰» منډې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د هند کرېکټ لوبډلې مشهور او نامتو چټک توپوهونکي مهیندرا سینګ دهوني په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰ زره منډې جوړې کړې.

ایم ایس دهوني چې په ۲۰۰۴م کال کې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې راڅرګند شو پنځم هندی او دولسم نړیوال لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې له ۱۰ زرو زیاتې منډې جوړوي، نوموړي دغه کارنامه د استرالیا پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې ترسره کړه.

دهوني په ۳۳۰مه یو ورځنۍ لوبه کې ۱۰ زره منډې جوړې کړې، چې تر دې دمه یې ۹ سلیزې او ۶۸ نیمه سلیزې وهلې دي چې ۴۹.۷۵ غوره اوسط هم لري، له ده وړاندې سچن ټنډولکر، سارو ګنګولي، راهول ډراویډ او ویرات کوهلي هم دغه کارنامې ته رسیدلي دي.

https://platform.twitter.com/widgets.js

دا مهال د هند او استرالیا لوبډلو ترمنځ سیالۍ دوام لري، هند لوبډله د استرالیا ۲۸۹ منډو هدف پوره کولو کې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړي، دهوني او روهیټ شرما په زړه پورې ملګرتیا روانه کړې، چې دهوني خپله ۶۸مه نیمه سلیزه هم ووهله، دوی په ۱۰۹ توپونو ۱۵۰ منډو ته اړتیا لري.

په نورو نړیوالو لوبغاړو کې له ده وړاندې کمار سنګا کارا، مهیلا جیوردنې، ټیلکرتنې دلشان، سنت جیسوریا، انضمام الحق، براین لارا، جاک کالیس او ریکي پواینټینګ دي.

په نړۍ کې لومړی لوبغاړی چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې لس زره منډې جوړې کړې هندی لوبغاړی سچن ټنډولکر و، چې په ۲۰۰۱م کال کې یې دغه کارنامه پوره کړه.

د یادونې ده چې ایم ایس دهوني د کرېکټ په تاریخ کې د هیلیکوپټر شاټ وړاندې کړ، چې له هغه وروسته محمد شهزاد او راشد خان هم په دغه شاټ وهلو مشهور شول.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ایم ایس دهوني په یو ورځنیو لوبو کې «۱۰۰۰۰» منډې جوړې کړې

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: