افغانستان

طالبان پر خپلو شرطونو مذاکرات غواړي

په دې وروستیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ مذاکرات وځنډېدل او تر اوسه یې لا بله نیټه او ځای هم نه دي معلوم.

که څه هم په رسنیو کې وویل شول چې طالبانو د ایجنډا پر سر د اختلاف له امله غونډه وځنډول خو د طالبانو سرچینې وايي چې دوی یادې نیټې ته اماده وه، خو د خلیلزاد له لوري د نامعلومو وجوهاتو پر اساس ټاکلې نیټه لومړۍ وځنډول شوه او بیا لغوه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې سره سم خلیلزاد به په خپل نوي سفر کې هند، چین او پاکستان ته ځي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه به په پاکستان کې د طالب چارواکو سره په لیدو بریالی شي او کنه.

د طالبانو سرچینې وايي چې پاکستان ډېر فشارونه پيل کړي او غواړي چې د قطر لغوه شوې غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي او همداسي طالبان باید ژر تر ژره د افغان حکومت سره کښيني، خو تر اوسه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او نورو مشرانو دغه فشارونه رد کړي او ګمان کیږي چې په دې اړه به طالبان جدي غبرګون هم وښيي.

د طالبانو په ویب پاڼه کې څو ورځې وړاندي یوه سیاسي تبصره نشر شوه چې ورته فشارونو ته یې اشاره کړې وه او د پاکستان یا بل کوم هیواد د نوم اخیستلو پرته یې په ټینګار ویلي وه چې امریکا دي د اسلامي هیوادونو په واسطه پر دوی فشارونه نه واردوي.

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم طالبان د وخت په تیرېدو سره د مذاکراتو په اړه جدي مراحلو ته ننوځي او ګمان کیږي چې ډېر ژر به دوی په خپل سیاسي جوړښت کې هم بدلون راولي او هغه ته به د مذاکراتو د پرمختګ او پرېکون پوره واک ورکړي.

تېره میاشت چې په ابوظبي کې ناسته تر سره شوه، د هغې په اړه هم ویل کیږي چې د امریکا، پاکستان، سعودي او اماراتو په مخامخ او زیات فشار دغه غونډه وشوه، چې له امله یې هیڅ پرمختګ هم ونه شو او ګمان کیږي چې ورته فشارونو د قطر غونډه لغوه کړه او کیدای شي په راتلونکې کې دغې ټولې پروسې ته زیان ورسیږي.

باید وویل شي چې طالبان ټینګار لري دوی لومړی د امریکایانو سره مذاکرات غواړي تر څو د هغوی سره د اشغال پر خاتمې یوه حل ته ورسیږي، بیا به د افغان حکومت سره مذاکرات کوي، خو امریکا ټینګار لري چې دوی د سیمه ییزو هیوادونو په ملتیا غواړي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته اماده کړي.

د شنونکو په نظر امریکا په مذاکراتو کې نه یوازي دا چې جدي نه ده بلکې غواړي چې د سیمې هیوادونو له لارې پر طالبانو فشار وارد کړي او د طالبانو له لوري دفشار نه منلو په صورت کې دغه هیوادونه د طالبانو سره په مخامخ دښمنۍ کې واچوي.

د نن ټکی اسیا لیکوال او شناند ښاغلي عبدالرحیم ثاقب په وینا که پر طالبانو دغه سي فشارونه ادامه پيدا کړي، دوی به مجبور وي چې یا مذکرات وځنډوي او یا هم پر خپلو شرطونو باندي د ځای او وخت غوښتنه وکړي.

%d bloggers like this: