نظر او تحلیل

د امریکایانو تاریخي غداري او زمونږ انتقام!

لیکوال: س.ک

له کومې ورځې چې امریکایان افغانستان ته راغلل هرچا سره دا پوښتنه وه چې دوی به تر کومه وخته دلته واکمن وي؟ آیا د روسانو انګریزانو غوندې به ماته خوړلي تښتي او که به وتوانیږي چې دلته یو حکومت جوړ او تر پیړیو خپل واک وچلوي؟ دې پوښتنو ته هرچا خپل خپل جواب لره چې عمومن په دوه قسمه وه، یوه ډله د امریکا د ماتې طرفدار او بله ډله د نظر خاوندانو د امریکا نړیوال سیاسي، اقتصادي، پوځي او استعماري قوت ته په کتو ویل چې امریکا ماته نه خوري او تل به د افغانستان واکمنه وی. دې کسانو د دلیل په ډول سره جاپان، جنوبي کوریا، جرمني، خلیجي ملکونه او نور هیوادونه یادول چې امریکا هلته پښې خرلي او نه یواځې دا چې څوک یې په ویستلو نه دي توانیدلي بلکې چا دغسې جرات هم نه دی کړی او لا یې د امریکا له استعماره دنیاوي ګټې ترلاسه کړې دي.  ما غوندې ډیر خلک ددې دویم نظر طرفدار شول او د امریکا له ډالرو د مزو اخیستو لپاره مو ایمان، ننګ، غیرتو او د وطن مینه شاته واچول، هر هغه وړ او ناوړه عمل ته مو لاس واچاوه چې د جیب په خیر تمامیده. په انټرنټ، فیسبوک، او تلویزوني بحثونو کې د امریکایانو طرفدارۍ او دغه نظام ته د خلکو په رابللو مو خپل نوم سم وشرماوه، تردې چې خلکو د خیاطانو نوم راباندې کیښود. اوس چې افغانستان کې د دموکراسۍ ۱۸ کاله بشپړیدو ته نزدې کیږي د امریکا ولسمشر په لانت شوی، خپل پوځونه له افغانستان څخه باسي او مونږ بې سرنوشته د طالبانو او ولس په مقابل کې یواځې پریږدي. دغسې ناځوانه پریکړې زما په څېر رفقاوو کې سخته وارخطایي ګډه کړې ده، هره شپه چې کور کې کوم یو د ټرمپ نوم په خوله واخلي زما ورسره شخړه وي تردې پورې چې اوس څوک غواړي په ما ملنډې ووهي نو هسې کومه خبر کې د ټرمپ نوم واخلي… بس بیا نو زه ورته لګیا شم چې د ټرمپ ښځه… او د ټرمپ مور… او ها او دا…

لانجه دا ده چې که له یوې خوا امریکایي پوځیان ځي نو بلې خوا ته طالبانو هم کومه د تیښتې لاره نه ده راجوړه کړې، مونږ خوشاله وو چې د امریکا په صفت او د طالب په غیبت کولو به پلمه راته جوړه شي او خارج ملک کې به پناه واخلو، خو طالبانو د جارقلم عبدالولي په نیولو او بیرته خوشې کولو زمونږ کیس خارج لپاره ناچله کړ. طالبانو وښودله چې په کنځلو منځلو څوک نه وژني، بلکې یوه میاشت ملمستیا ورکوي. ښه اوس به څه کوو؟ کوم یو به ښه وي؟ چې د طالبانو حکومت راشي او د خیاطۍ په پیغورونو هره ورځ مړه کیږو او که په یوځل ځانونه ووژنو؟!!

ماته یو بل فکر راغی، زما ځان او نورو امریکایي پلوه رفقاوو ته مشوره دا ده چې راځئ امریکا سره همغسې ناځواني وکوو څرنګه چې مونږ سره یې وکړه، ډالر خو هسې هم ختم دي خو سر له نن بیرته د دین، ولس، وطن او ننګ خوا ونیسو او په امریکا لعنت شروع کړو، لا هم ناوخته نه ده، امریکا ته له شا لغته ورکړو او د وطن ننګه وکوو، خدای مهربانه دی چې څو کسان به بیرته راباندې مهربانه شي او د طالب حکومت ته د خیاطۍ وظیفه به راوسپاري، هم به دین شي هم دنیا؛ نور به امریکا او ناټو ته هیلې او امیدونه نه تړو چې زمونږ د خیاطۍ په دروغجنو نشراتو به خپله تګلاره تغییر کړي او دلته به پاتې شي. وګورئ! سوریه کې پرته له دې چې امریکایي عسکر تلفات وګالي میدان یې خوشې کړ. کوردان چې تیار پخواني کمونستان ول او اسرائیلو سره یې کلکې اړیکې هم وې خو امریکایانو یواځې پریښودل او اوس به د سوریې او ترکیې حکومتونه حسابیانې ورسره تصفیه کوي. نو مونږ خیاطان به د کوم باغ مولۍ شو چې ټرمپ دې خپله پالیسي زمونږ لپاره بدله کړي؟!

د طالب خیاطي ښه ده، هم دین ده هم دنیا، د دنیا په مخکې به خلکو ته د وطن، ننګ، غیرت خبرې کوو، او جیب هم خدای مهربان دی چې غوړ شي، طالب اوس ها مخکنی د چڼیتوب طالب نه دی چې خیاطي هم په خیرات کې مفته وغواړي، اوس ویښ شوی، د خیاطۍ په ارزښت پوه شوی دی، بس یوه ګوله حقه حلاله روزي به هم ګټو او د امریکا مقابل صف کې د دریدو افتخار به هم را نصیب شوی وي… که څنګه یارانو؟!!!!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین