نړۍ

بلوچستان کې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان ایالت په لورالایي کې د نامعلومو وسله والو په ډزو د امن تنظیم مشر وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د بلوچستان ایالت چارواکو وویل نوموړی له خپلو نورو ملګرو سره په موټر کې روان و چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې. د چارواکو په خبره په دغه ډزو کې د امن ټولنې مشر چې د ایدهي خیریه بنسټ رضاکار هم و ځای پر ځای وژل شوی او څلور نور ملګري یې ټپیان دي. عیني شاهدان وایي، د امن ټولنې مشر غوښتل چې په لورالایي کې د روانې نا امنۍ خلاف سبا سھار جلسه او احتجاج وکړي. پر نوموړي د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه