روغتیا

د تلسېمیا کړوونکې ناروغۍ ځان او کورنۍ وژغورئ! ولې له واده مخکې د تلسېمیا معاینه ډېره اړینه ده!؟

ضیاء الرحمن حسن خېل

مخکې له دې ځواب بايد د تلسېمیا په اړه درسره يو څه شريک کړم.
تلسېمیا د ويني يو ډول موروثي ناروغي ده چې له والدينو څخه خپلو بچو ته انتقالېږي. ناروغ کې د هيموګلوبین (وينې سرو کروياتو) الفا يا بيټا جينونه نه جوړيږي او يا په کمه اندازه جوړېږي. نو بناء پر دغه دوه جينونو تلسېمیا هم په دوه ډوله ده:

1- الفا
2- بيټا

چون اسيا او خصوصا منځنۍ اسيا کې یې د “بيټا” ډول يې زيات دی نو په همدې به مخکې ولاړ شو.

بيټا تلسېمیا هم په دوه قسمه ده:

1- تلسېمیا ماينر:
دا خلک په ظاهري ډول روغ ښکاري او يا په کې د هيموګلوبین لږ څه کموالی وي، خو دوی کولای شي چې خپلو بچو ته د تلسېميا ناروغ جينونونه انتقال کړي. ځکه خو دوی ته کيرئير (انتقالونکي) هم وايي.

2- تلسېميا ميجر:
هغه ماشومان چې ميجر تلسېمیا ولري د ولادت نه څو مياشتې پس په کې د وینې کمښت نښې نښانې ښکاره کېږي او بيا د ژوندي ساتلو لپاره ورته په مسلسل ډول د ويني ورکړې اړتيا لیدل کېږي. او د اضافي وسپنې د اخراج لپاره هم بايد ځانګړي درمل وخوري. د دي تر څنګ نور ډېر مشکلات هم لرلی شي. ځينو صورتونو کې يې د بون ميرو ټرانسپلانټ (هډوکو مغز تبديلي) باندي علاج ممکن وي خو مصرف يې خورا لوړ دی. د دې هر څه سره سره د مريض اوسط عمر 25-35 کالو پوري دی.
پورته اقسامو ته په کتلو سره په اولاد کې د تلسېميا ترتيب او ممکن جوړښت څه داسي راځي:

1- که چيري والدين دواړه ميجر وي نو اولاد به يې ټول ميجر وي او تر اوسه د ميجر واده په نشت برابر دی.
2- که چيري له والدينو څخه يو ميجر وي او يو ماينر وي نو زيږيدونکې هر بچي کې به %50 چانس د ميجر او %50 د مائنر وي, نورمال پکې ممکن ندی.
3- که چيري والدين دواړه مائنر وي نو په زيږيدونکو بچيو کې د ميجر چانس %25 , کيرئر يا مائنر پکې %50 او %25 د نارمل چانس موجود وي.
4- که له والدينو يو کيرئير وي او يو نارمل وې نو د هر زيږيدونکې بچي لپاره %50 چانس د نارمل او %50 چانس د مائنر/ کيرئير وي, دوی کې ميجر نشي کيدای.
5- که والدينو دواړه نارمل وي نو بچيو کې د تلسېميا چانس نشت برابر دی.
اوس راځو چې مخکې له واده د تلسېميا معاینه یا ټسټ ولې دومره ضرور دی!؟

د HB Electrophoresis او CBC په نوم د وينې عادي ټسټونو په مټ کولای شو معلومه کړو چې کيرئر/مائنر ياست که نارمل?????
د دي ټسټ نتيجې ته په کتلو سره بايد د ځلميو او پيغلو د کوژدې نه مخکې مخکې داسې انتخاب وکړو چې راتلونکی يې وژغورل شي او د تلسېمیا مخنيوی وشي.

اول صورت:
واده لپاره داسې جوړه انتخاب کړئ چې د ميجر چانس په کې رانشي لکه; کيرئير دې له نارمل سره واده وکړي.

دوهم صورت:
هيڅ کله مه پريږدئ چې دوه مائنر سره واده شي.

دريم صورت:
که چيرې واده لپاره داسې جوړه برابره شوې وي چې د مېجر چانس په کې وي نو په دې صورت کې بايد محتاط واوسو, حمل اخيستلو نه 15-11 اونۍ پس بايد د CVS په نوم ټيسټ وکړای شي تر څو معلومه شي چې راتلونکی بچی ميجر دی که نارمل? که چيرې ميجر وي نو د شرعي عذر په بناء بايد 120 ورځو نه مخکې اسقاط حمل وکړای شي. (تاسې يې له اړوند علماوو پوره معلومات اخيستلای شئ.)
د CVS ټسټ لپاره بايد کومې تکړه ګانکالوجسټې ته مراجعه وکړئ.

دې پورته پلانونو پر مټ ایټاليا, يونان, فرانس او داسي نورو ملکونو وکولی شول چې تلسېمیا کنټرول کړي او اوس د نشت برابره ده.
دا خبره خورا واضحه ده چې تلسېميا خورا کړوونکی مرض دی چې نه يواځې مريض په تکليفوي بلکې ټول کور ورسره ذهني, مالي او بدني تکليفونه ګالي. د وينې د پيدا کولو او روغتون ته تللو مصارف د عام سړي د وس نه چيري پوره دي. د اضافي وسپني د اخراج لپاره د يو مريض مياشتينۍ خرچه تر 25433 روپيو پوري رسي.

د ليکني خاص مقصد مې دا وه چې مخکې له واده د تلسېميا مخنيوی ممکن دی نو بايد د دز ټزسټ کولو کې هيڅ شرم احساس نکړو او بايد په خوښۍ يې ترسره کړو؛ تر څو آينده مو وژغورل شي او يو سالمه ټولنه رامنځته شي.
هغه ورونه او خويندي چې پخ دې يې سر خلاص وي بايد په خپل چم ګاونډ کې د دي لپاره تر خپل وسه پوري کار وکړي ځکه چې دا خو صدقه جاريه ده.