افغانستان

ولسي جرګه: پر طالبانو باید نظامي عملیات «سخت» شي

د ولسي جرګې غړیو نن په خپله غونډه کې له حکومت او امریکا وغوښتل، چې پر طالبانو دې نظامي عملیات ډېر کړي؛ څو یې د زور له لارې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له امنیتي ادارو وغوښتل، چې طالبان باید د زور له لارې د خبرو اترو مېز ته کېنوي.

ده وویل، طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي او دوی باید د زور له لارې حکومت سره ناستې ته مجبوره شي.

د ابراهیمي په خبره، افغان دولت تل له طالبانو سره د سولې د خبرو وړاندیز کړی؛ خو د طالبانو له لوري هر ځل رد شوی دی.

نوموړي له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو هم وغوښتل، چې په افغان سوله کې دې ونډه واخلي.

د ولسي جرګې مشر داسې مهال له حکومت د زور غوښتنه کړې، چې نږدې هره شپه پر طالبانو بمبار، چاپې او د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه روان وي.

د چارو کاروپوهان وايي، افغان حکومت، امریکا او ناټو په تېرو اوولس کلونو کې د طالبانو د ماتولو لپاره له ټولو لارو کار واخیست؛ خو بیا یې هم کومه ښکاره بریا خپله نه کړه.