افغانستان

چارواکي: په کندوز کې له ۱۰۰۰ ډېرې ښځې په نشه‌يي توکو اخته دي

د کندوز ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له ۱۰۰۰ ډېرې ښځې نشه‌يي توکي کاروي.

د کندوز ولایت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې رییس عبدالبصیر مرشد وايي، د کندوز په مرکز کې څه باندې زر مېرمنې په نشه‌يي توکو اخته شوي، چې له امله یې ځايي اداره اندېښمنه شوې ده.

دی وايي، کندوز ته ډېرې په نشه‌يي توکو ښځې له ایران او نورو بهرنیو هېوادونو راغلي، چې ډېرې ښځې یې په کورونو کې نشې کوي او له امله یې د کورنۍ ټول غړي ورسره په نشه‌يي توکو روږدي شوي دي.

د کندوز د ښځو چارو رییسه ناهید اصفي یاده ستونزه مني. دا وايي، هغه ښځې چې نشه‌يي توکي کاروي، ماشومان یې هم په نشه‌يي توکو روږدي شوي دي.

نوموړې له دولت غوښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې په نشه‌يي توکو د مېرمنو لپاره یو ځانګړی روغتون جوړ کړي؛ څو پر وخت یې درملنه وشي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې ۳.۵ میلیونه خلک په نشه‌يي توکو روږدي شوي، چې لوی لاملونه یې جګړه، کورنۍ او ټولنیزې ستونزې، فقر او له بهرنیو هېوادونو په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راتلل دي.

کابل، کندوز، بلخ، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر دی؛ خو د دولت د ناپاملرنې له امله دغه شمېره ورځ تر بلې ډېرېږي او پر وخت یې درملنه نه کېږي.

%d bloggers like this: