افغانستان

هلمند کې د سیمه‌ییزې اردو لومړنۍ ډلگۍ فعالیت پيل کړ

د سیمه‌ییزو پولیسو تر ناکامې تجربې وروسته ملي یووالي حکومت د محلي اردو یا سیمه‌ییز پوځ طرحه وړاندې کړه، چې نن یې لومړنۍ ډلگۍ په هلمند ولایت کې فعالیت پيل کړ.

دغه طرحه ولسمشر غني څو میاشتې وړاندې اعلان کړې وه؛ خو عملي بیلگه یې لومړی په هلمند کې تجربه کیږي.

تر دې ورهاخوا د کابل په گاونډ وردگو کې هم د دې اردو جوړولو لپاره لومړني گامونه اخیستل شوي او په ټول هېواد کې د شاوخوا ۵۰ زره دغه ډول پوځ جوړېدو پلان شته، چې حکومت یې د پلي کولو هڅه کوي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي‌ دفتر که څه هم د محلي اردو د لومړنۍ ډلگۍ شمېر نه دی روښانه کړی؛ خو ویلي یې دي، چې د والي او نورو ولایتي چارواکو په حضور کې د سیمه‌ییزې اردو لومړنۍ جوپې فعالیت پيل کړ.

دا پوځ د سیمې له خلکو جوړیږي او بیرته ورته د خپلو سیمو مسوولیت سپارل کیږي، چې تجهیزات یې تر سیمه‌ییزو پولیسو زیات او مسوولیت یې هم له ملي دفاع وزارت سره دی.

ځېنې شنونکي غواړي حکومت دا کار ددې لپاره کوي، که د احتمالي سولې پر مهال له طالبانو سره جوړجاړي ته رسیږي نو طالب جنگیالي به همدې پوځ ته جذبوي.

سیاسي کارپوه ولي الله شاهین نړۍ نیوز ته وویل، د سیمه‌ییزې اردو د رامنځ ته کولو موخه همدا ده چې د احتمالي سولې پر مهال یو شمېر طالبان چې اوس په جگړه کې دي همدې چوکاټ ته راولي.

د هغه په خبره که څه هم دا خلک ډير نه روزل کیږي؛ خو تجربه یې له سیمه‌ییزو پولیسو سره ډیر توپير نه لري او د بریا ډيره تمه نه شي‌ ترې کیدای.

د حکومت بله موخه له دې کار څخه داده چې د پوځ بشري ځواک د کمښت مخه ونیسي، ځکه دا مهال داسې راپورونه شته، چې افغان پوځ د زیاتې مرگ ژوبلې، د پوځ له لیکو د تیښتې او د خلکو د نه مراجعې له امله د بشري ځواک له کمښت سره مخ دی.