افغانستان

د سولې شورا له حکومت سره د طالبانو له کیدونکیو خبرو ډاډ څرکند کړی

د سولې عالی شورا د دارالانشا مشر له پاکستانیو چارواکو، مذهبي ډلو او ګوندي مشرانو سره د خبرو په پای کې رسنیو ته له حکومت سره د طالبانو له کیدونکیو خبرو ډاډ څرکند کړی دی.

د سولې عالی شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی د خپل سفر په پای کې یوې پاکستانۍ رسنۍ ته هیله من شوی، چې تر راتلونکیو څو اوونیو به طالب پلاوی د حکومت له پلاوي سره خبرو ته چمتووالی وښیي.

ښاغلي داوودزي څرګنده کړې؛ زه ډاډه یم، چې ۲۰۱۹ کال به په افغانستان کې د سولې کال وي. په دې کال کې به د سولې وروستۍ هوکړه لاسلیک شي؛ ځکه، چې همدا اوس د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.

د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي دا هم په ډاګه کړې، چې طالبانو د سولې په اړه خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړي او د امریکایي پلاوي مشر او استازي هم د افغانستان حکومت او مشران خبر کړي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د حکومت استازیو د امریکا په وړاندیز ابوطبۍ ته سفر وکړ او کله، چې طالبان له حکومت سره خبرو ته حاضر نشول؛ نو د خلیلزاد او طالبانو تر منځ اندېښنې رامنځته شوې.

د سولی عالی شورا د دارالانشا مشر او د سولې په چارو کې د ولسمشراشرف غني ځانګړی استازی عمر داوودزي ویلي، چې د افغانستان مرکچي پلاوي ته ویل شوي وه، چې د ابو طبۍ په ناسته کې ګډون وکړي. د دغې ناستې پر دوه یمه ورځ ټاکل شوې وه، چې د طالبانو او حکومتي پلاوي تر منځ مخامخ خبرې وشي؛ خو طالبانو ورسره خبرې رد کړې او څرګنده یې کړه، چې د رهبرۍ شورا له حکومتي پلاوي سره د خبرو اجازه نده ورکړې. دغه حالت اندېښنې او ان تندې خبرې  هم رامنځته کړې. دغه راز لدې حالته د امریکا، پاکستان، عربستان او امارات استازې هم اندېښمن شول.

تر دې دمه د طالبانو او امریکایي استازي تر منځ درې پړاوه خبرې شوي او ټاکل شوې وه، چې د دغو خبرو بل پړاو تېره ورځ په قطر کې بیا پیل شي؛ خو د یو شمېر رسنیو د څرګندونو له مخې پر اجندا د هوکړې نه کولو پر لامل لغو شوې. په کابل کې د امریکا سفارت دا خبر رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو لومړی له امریکایانو سره د ځواکونو پر وتو د پایلې غوښتنه کړې او بیا له حکومت سره یې خبرې هم شونې ګڼلې دي.

%d bloggers like this: