افغانستان

اروزګان: پولیسو نهه کلن ماشوم تر تښتولو وروسته جنسي ځورولی دی

د اروزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، یو نهه (۹) کلن ماشوم چې څو ورځې وړاندې د دوو تنو پولیسو او یوه محلي پولیس(اربکي) له خوا تښتول شوی وو، موندلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست چارواکو رسنیو ته په ډاګه کړې چې یاد ماشوم دوه ورځې له یوه هوټل څخه تښتول شوی وو او ديادو کسانو (پولیسو) له خوا پرې ډلییز جنسي تېری شوی دى.

د تښتول شوي ماشوم پلار حضرت میر وایي، ځوی یې په یوه هوټل کې شاګرد وو، چې د تیرو دوو ورځو را په دې خوا نادرکه شوی وو.

نوموړی زیاتوي، اصلاًد اروزګان دچورې ولسوالۍ اوسیدونکی دی ، اوسمهال په ترینکوټ ښار کې د کډوالۍ شپې او ورځې تیروي او له امنیتي ادارو غواړي چې مجرمینو ته درنه سزا ورکړي.

د اروزګان د ملي امنیت ریاست وایي، دغه هلک یې تیره ورځ د ښار په یوڅنډه کې داسې مهال پیدا کړ چې اختطاف کونکو یې له سیمې پښې سپکې کړې وې.

تښتول شوي ماشوم رسنیو ته ویلي چې تښتونکو داسې مهال چې هوټل ته یې اوبه وړلې ، پر موټر سیکل له سیمې پورته کړی او په مختلفو ځایونو کې یې شپې پرې کړې چې په وینا یې پولیسو پرې جنسي تیری هم کړی دی.

دا لومړۍ پیښه نه ده چې افغان امنیتي سرتیري دې په دا ډول ناوړه پیښو کې تورنیږي، تر دې وړاندې دحکومت د مشرتابه له کچې بیا تر عادي کارمندانو ګڼ دولتي مامورین او کارمندان په ډول ډول غیر اخلاقي کړنو کې ښکیل بلل شوي، خو حکومت یې پر وړاندې چوپه خوله دی.

%d bloggers like this: