افغانستان

کندهار: په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۹ عسکر مړه شوي او ۳ یې ژوندي طالبانو نیولي

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې۹ سرحدي عسکر وژل شوي او ۳ عسکر یې طالبانو ژوندي بېولي دي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د سرحدي عسکرو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې ۹ عسکر مړه شوي او درې تنه یې طالبانو ژوندي بېولي دي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تېرې په برید کې یې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلي دي او ۱۲ عسکرو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار د سپین بولدک، شاولیکوټ او نورو ولسوالیو کې د امنیتي عسکرو مرګ‌ژوبله ډېره شوې ده، چې طالبانو ترې پراخه سیمې هم نیولي دي او ګڼې سیمې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.