افغانستان

ایران افغان حکومت ته ۲۴۲ بندیان سپارلي دي

ایراني چارواکي وايي، د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۲۴۲ افغان بندیان افغان حکومت ته سپارلي دي.

د ایران د بشري حقونو کمېسیون مرستیال محمود عباسي ویلي، دغه افغان بندیان د ایران په یزد، فارس، اصفهان، هرمزګان، سیستان و بلوچستان، خراسان او تهران کې بندیان وو، چې د ایراني چارواکو له لوري په تېره یوه اوونۍ کې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

دی وايي، ډېری بندیان د نشه‌يي توکو د قاچاق، په ایران کې د اوسېدنې د قانوني اسنادو نه لرل او په ګڼو جرمونو تورن شوي وو او افغان حکومت ته وسپارل شول.

په ایران کې اوس‌مهال نږدې دوه میلیونه افغانان اوسېږي، چې یو میلیون یې قانوني اسناد نه لري.

ایران د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې له افغان کډوالو سره سم چلن په کې نه کېږي او له پاکستان وروسته دویم هېواد دی، چې ډېر افغانان پکې اوسېږي.