نړۍ

مولانا حمدالله جان ډاګۍ وفات شو

مولانا حمدالله جان

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): ستر ديني عالم او د احاديثو مشهور استاد مولانا حمدالله جان ډاګۍ د ورپيښې ناروغۍ له امله د پيښور په يو روغتون کې وفات شو.

نوموړی له يوې ډیرې مودې راهیسی ناروغ و او له دې وړاندې هم‌ په روغتون کې بستر شوی و.

نوموړی چې د پښتونخوا د صوابۍ په مظهرالعلوم مدرسه کې له نږدې اتيا کالونو راهيسې په تدريس بوخت و په زرګونو تنه عالمان يې ټولنې ته وړاندې کړل.

حمدالله جان ډاګۍ چې په اوس وخت کې تر ټولو مشر عالم و په افغانستان او پاکستان کې يې ګڼ شمير علماء د شاګردۍ وياړ لري.

د نوموړي جنازه سبا په صوابۍ کې د ماسپښین په دوو بجو اداء کيږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: مولانا حمدالله جان ډاګۍ وفات شو

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags