ټولنیزي لیکنې

عربي ژبه په کومه اسانه طريقه زده کړم؟

ليکوال: دوکتور اظهار الحق عزيز

که غواړې چې عربي په اسانه طريقه زده کړې نو په لاندې ارشاداتو عمل وکړه:

۱- د ژبې د زده کړې لار معيينه کړه، نظامي زده کړه يا ذاتي زده کړه، نظامي زده کړه هغه چې يو معين پروګرام وي، کورس يا کوم بل مرکز چې د ژبې د زده کړې لپاره خاص وي.

ذاتي زده کړه چې بې ښوونکي خپل ذاتي خواري وکړي، کتاب لولي او يا يې د انټرنټ د لارې زده کړي، او خلکو سره پرې خبرې وکړې.

۲- هغه معتمد او باوري کتابونه شروع کړه چې د عربي ژبې د زده کړې لپاره ليکل شوي وي، لکه:

– العربية بين يديك (دوهم چاپ، اته أجزاء).

– العريية للناشئين: منهج متكامل لتعليم اللغة العربية لغير الناطقين بها (شپږ اجزاء).

– الطريق إلى العربية – سلسلة تعليم اللغة العربية لغير الناطقين بها (پنځه أجزاء).

– تعليم العربية للناطقين بغيرها (الکتاب الأساسي – څلور أجزاء).

تعليم اللغة العربية للناطقين بغيرها (بمعهد تعليم اللغة العربية بجامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامية) (درې أجزاء).

۳- په ورځ کې ورته يو محدود وخت بېل کړه چې خاص د عربي ژبې د زده کړي لپاره وي او بل کار پکې ونکړې، له دوه نه تر درې ساعتونو.

۴- هره ورځ بايد لاندې کارونه حتمي وګرځوې:

– عربي ژبه ډيره اوريدل، د متعددو مصادرو څخه (راډيو، تلويزيون، په انټرنټ کې يوټيوب له لارې).

– په عربي ژبه خبرې کول.

– د عربي ژبې ورځپاڼې لوله، او د سختو کلمو په معنی يې ځان پوهوه.

– د عربي ژبې محاورې اوره، او د حفظ کوشش يې کوه.

– کوشش وکړه چې په ورځ کې کم نه کم درې نوې کلمې زده کړې.

– يوه وړه ديوالي تخته پيدا کړه هره ورځ نوې يادې شوې کلمې ورباندې ليکه.

– کوشش وکړه چې په اول وخت کې د عربي ژبې د خبرو کولو جرئت پيدا کړې، د غلطيانو پروا يې مه لره.

– په اول کې پر اسانه اسانه موضوعګانو شروع وکړه، سختې وروسته ته پريږده.

سرچینه: محصلین