نظر او تحلیل

د بلال بن جماعه رحمه الله خوب

ژباړه: م. حمد الله دانشمند

“بلال بن جماعة” – رحمه الله تعالی – وایي: یوه ورځ مې سوچ کاوه، چې اې د کائناتو خالقه په جنت کې به مې ښځه څوک وي؟ درې شپې مې په خوب کې یوه توره میرمنه ليده، راته ویل کېده، چې همدا ستا ښځه ده، د “اوطاس” د ښار هستوګنه ده.

د اوطاس پر لور مې موخه کړه، و ټاکل شوې سیمې ته ورسېدم، د یادې وینځې پوښتنه مې وکړه. یو سړي راته کړه: اې سړیه! ته د تورې لېونۍ وینځې په لټه کې یې؟ هغه زما وینځه وه، لېونۍ وه، ازاده مې کړه. ورته مې کړه: څنګه لېونۍ وه؟

هغه را غبرګه کړه: هغې به د ورځې روژه نیوله، ما به پرې روژه ماتی ولوراوه؛ هغې به هغه په خیرات کې چاته ورکړل، د شپې به نه وېدېده. نور ترې تنګ شوم؛ ازاده مې کړه.

ورته مې کړه: هغه اوس چېرته ده؟ راته یې ویل: هغه د کلې څاروي (رمه) په بیدیا څروي. د هغې په لټه پسې بیدیا ته ولاړم، ناببره مې هغه په سترګو شوه، چې په لمانځه ولاړه وه. عجبه لا دا وه، چې رمه یې لیوانو څروله! یو لیوه مخته، بل شاته تر رمه روان و، هیڅ کار یې پرې نه لاره. کله چې له لمانځه نه فارغه شوه، سلام مې ورته وکړ. هغې راته ویل: بلاله! ته به زما مېړه یې په جنت کې. ما ور غبرګه کړه: زېری مې قبول کړه، ما همداسې خوب ولید.

ما ورته کړه: څنګه لېوان او څاروي سره یو ځای ګرزېږي؟ هغې ویل: ما خپل ځان اصلاح کړی؛ الله پاک زما د څارویو او لېوانو تر منځ اصلاح کړې.

سرچینه:  عقلاء المجانين لابن حبيب النيسابورى

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: