خبرپاڼې

د شیخ الحدیث مولانا حمدالله جان (ډاګۍ مولاناصاحب) رحمه الله د وفات په اړه د طالبانو پیغام

مولانا حمدالله جان

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت پياوړی او جید عالم شیخ التفسیر والحدیث مولانا حمدالله جان صاحب چې د ډاګۍ په مولاناصاحب باندې مشهور وو د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو. انا لله واناالیه راجعون
اسلامي امارت د نوموړي وفات د ټول اسلامي امت په ځانکړي ډول زموږ سېمې ته ستره او نه جبرانیدوکې ضايعه بولي.
دغه د لوړ علم خاوند عالم د ډيرو علماء کرامو حتی مشائخو استاذ پاتې شوی، د اسلامي امارت د داعې څخه يې کلک حمایت کاوه چې په وفات سره يې ټول علمي ماحول غمجن شوی دی.
اسلامي امارت د مولانا صاحب د وفات په مناسبت د مولانا صاحب کورنۍ، دوستانو، متعلقینو، شاګردانو او ټول مسلمه امت ته د زړه له کومې تسلیت وايي.
مولانا صاحب ته له الله تعالی څخه فردوس جنت او خپلوانو او متأثیرینوته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۶/۵/۱۴۴۰هـ ق
۲۲/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/1/12م

%d bloggers like this: