نړۍ

پامپیو: پر ایران د فشار راوړلو لپاره راتلونکې میاشت په وارسا کې غونډه جوړوو

پامپیو: پر ایران د فشار راوړلو لپاره راتلونکې میاشت په وارسا کې غونډه جوړوو

 د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، متحده ایالتونه او پولنډ به راتلونکې میاشت د منځني ختیځ په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې پر ایران به د فشارونو د راوستلو لارې چارې پکې ولټول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حیرانوونکې پرېکړې د عربي هېوادونو او اسرائیلو تر منځ اندېښنې رامنځته کړې چې ګواکې ایران به په دې سره په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړي.

د امریکا او پولنډ د دې پرېکړې له مخې به د فبرورۍ په ۱۳مه او ۱۴مه د ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې سره راټول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «له اسیا، افریقا، لوېدیځو هېوادونو، اروپا او د منځني ختیځ هېوادونه سره ټولېږي. د منځني ختیځ په سولې او ثبات او د دې سیمې د ازادۍ او امنیت په اړه به تمرکز کوي او یوه بله مهمه خبره دا چې دا به یقیني کوي چې ایران بې ثباته کوونکی اثر نه لري.»

د امریکا او پولنډ د بهرنیو چارو وزارتونو د دغه کنفرانس په اړه په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د وارسا په ناسته کې ګډونوال وزیران به د ترورېزم، افراطیت، د توغندیو د پراختیا او پرمختګ، سوداګرۍ، سمندري امنیت او په سیمه کې د نیابتي ډلو د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تایید کړې چې پولنډ هم د نورو اروپايي هېوادونو په څېر له هغې اټومي موافقې ملاتړ کړی، له کومې چې امریکا وتلې ده.

خو د هغې په خبره، د وارسا ناسته یو مهم پیغام لري او هغه دا چې له ایران سره د نړۍ د قدرتونو د اټومي هوکړې په اړه د مخالف لیدلوري لرونکي هېوادونه هم کولای شي چې د سیمې د مسایلو د حل لپاره سره راټول شي.

پولنډ د امریکا متحد هېواد دی چې د اروپا د دوو لویو قدرتونو جرمني او فرانسې په پرتله یې د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره ښې اړیکې پاللې دي.

ټرمپ د ۲۰۱۸ ز کال په وروستیو کې پر ایران سخت بندیزونه ولګول، خو د لوېدیځ نورو هېوادونو یې ملاتړ ونه کړ.

ایران تر اوسه د امریکا او پولنډ د دې غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: