افغانستان

اروزګان: امریکایانو د خپلو تلفاتو په غچ کې د دوو میرمنو په ګډون ۴ تنه شهیدان کړي

له اروزګان ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي، چې امریکایی ځواکونو تیره شپه د مرکز ترینکوټ اړوند د “خانقې او مراباد“ پر سیمو چاپه وهلې چې له ځوابي غبرګونه سره مخ شوې ده.

خبر زیاتوي، وسلوالو طالبانو د چاپې له عسکرو سره قوي مقاومت کړی چې په پایله کې یې ۳ تنو امریکایي او ګڼو افغان ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سیمیزې سرچینې وایي، بهرنیانو تر تلفاتو لیدلو وروسته د ملکي خلکو پرکورونو برید کړی او دوه تنه میرمنې ۲ نارینه یې په مخامخ ډزو شهیدان کړي دي.

ګډوځواکونو په سیمه کې دملکي خلکو ۳ کورونه ، یو سراچه موټر او ۲ موټرسایکلونه هم سوځولي دي.

طالبانو په پیښه کې د خپلو څلورو تنو ملګرو د وژل کيدو پخلی هم کړی دی.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې ګډوځواکونو په یاده سیمه کې یوه بله چاپه هم وهلې چې د طالبانو له مقاومت سره مخ او کوم تلفات یې نه دي اړولي.