افغانستان

عبدالحمید خراساني: حکومت ما نه شي نیولی

په پلازمینه کابل کې خپلسری او زورواکی قوماندان عبدالحمید خراساني چې د نهضت اسلامي ګوند مشر هم دی وایي، حکومت یې د نیولو توان نه لري .

پر نوموړي تور دی چې په غیر قانوني کړنو، قاچاق، تښتونو، قتل او نورو جنایي پیښو کې ښکیل دی.

خراساني تیره ورځ طلوع نیوز ته وویل، د کورنیو چارو نوی وزیر امرالله صالح ورسره شخصي دښمني لري او په همدې توګه غواړي نوموړی د حکومت له ادرسه مجازات کړي.

نوموړی وایي، “مونږ پخوا خپل منځي شخړې لانجې کړې، صالح غواړي د هغوی کسات راڅخه واخلي ، که په ملي کچه یا د عامو خلکو په ځورونو تورن یم اسناد او شواهد دې وړاندې کړي“

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي چې په خراساني او ټولو مجرمینو چې شمیر یې ۳۰۰ تنو ته رسیږي اسناد او شواهد لري او کولی شي کشفي ارګانونه ته مراجعه وکړي.

بلخوا بیا د کورنیو چارو وزارت ۱۶ زورواکو کسانو ته خبرداری ورکړی چې که تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پولیسو ته حاضر نه شي، بانکي حسابونه به یې کنګل او له هیواد څخه به ممنوع الخروج اعلان شي.

بلخوا بیا د چارو شنونکي وایي، غني هڅه کوي د زورواکانو په نیولو سره خپلې راتلونکې واکمنۍ ته کمپاین وکړي.

%d bloggers like this: