نظر او تحلیل

د افغان ځوانانو د بې روزګارۍ څو عوامل او حل لارې

په افغانستان کې بېکاري په بیساري توګه زیاته شوې

لیکنه: نصير احمد څپاند

په ګران هېواد کې دموجودو بیلابیلو ستونزو تر څنگ، يوه هم د ځوانانو د وزگارتيا ستونزه ده چې له تيرو څو کلونو زموږ ځوانان ورسره مخامخ دي. دا ستونزه ورځ تر بلي زياتيږي او د نړيوال بانک د تازه رپوټ پر اساس، په هېواد کې د ۱۶ ميليونه خلکو په شاوخوا کې د کار ځواک شته چې له دي جملي يوازي ۳ ميليونه افغانان روزگار لري او پاته ۱۳ ميليونه هېوادوال يا کوچني او يا هم هيڅ ډول دندي او روزگار نه لري.

د کار نړيوال سازمان يا ILO وايي چې گڼ مسلکي ځوانان يا نيمه ورځ کارکوي او يا هم په غير مسلکې کارونو کولو اخته دي. رپوټ زياتوي چې په نړۍ کې د ۱۵ څخه تر ۲۴ کلنو پوري د ځوانانو د بي روزگارۍ کچه تر ۱۳ سلني پورته شوي. د داسي ځوانانو شمير په ټوله نړۍ کې تر ۷۵ ميليونو تنو پوري رسيږي چې کار نه لري. په ترتيب سره په منځنې ختيځ کې ۲۶،۵ سلنه او په شمالي افريقا کې ۲۷،۹ سلنه د ځوانانو د وزگار تيا کچه لوړه شوي ده. په اسپانيا کې د ۲۶ کلنو څخه په ټيټ عمر ځوانان سم نيمايي بيکاره دي.

زموږ هېواد افغانستان کې د بي روزگارۍ عوامل زيات دي، اما زه يي څو مهمو عواملو ته په لاندي توگه گوته نيسم:

۱- افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د ځوانانو لپاره د کار پيدا کولو يوه جامع استراتيژي او پلي کېدونکی پروگرام جوړ کړي.

۲- په ادارو او کار ځايونو کې د پوهي، مسلک او اړتيا پر بنياد نه، بلکه د روابطو، بډو ورکولو، واسطي او نورو ناوړه لارو چارو پر بنسټ د دندو او حرفو ويشل چې ستر فساد يي زيږولی.

۳ ـ د هغو پروژو او پلانونو نه بشپړول چې ځوانانو ته د کار پيدا کولو لامل گرځې. له دي کبله انکشافي بودجه نه مصرفيږي او په غير مستقيمو لارو د دولتي مافيايي کړيو جيبونو ته ځې.

دوزګارتیا اغیزی:
۱ ـ د سياسي او اقتصادي کړکيچونو زياتوالی چې د انساني قاچاقو د ليږد مافيا ته زمينه برابروي څو ډيری ځوانان له هېواد څخه تيښتي ته زړه ښه کړي او په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو لرونکو ټولنو سره يو ځاي شی.

۲- ځوانان د دي پر ځاي چې د وزگارتيا د عواملو د مالومولو په لټه کې شي، په نشو کولو او د مخدره موادو په استعمالولو اخته کيږي. د دي پر ځاي چې دا فعال ځواک د ټولني ستونزي حل کړي، په خپله د ټولني پر اوږو بار پريوځي.

۳ ـ بي روزگاره ځوانان د زياتو ستونزو د درلودلو له وجې زده کړو، په تيره بيا لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي، د مالي ستونزو له وجې خپل مالي مهارتونه نشي زياتولی.

حل لاري څه دي
لمړی تر هر څه حکومت ته لازمه ده، د ټولني د فعالي نيرو په توگه ځوانانو ته د کارموندلو موضوع د خپلو پلانونو اهمه موضوع وگرځوي. په خپله حکومت د دولتي سکټور په چوکاټ او د خصوصي سکټور د امکاناتو په رڼا کې ځوانانو ته د نويو پروژو د جوړولو په ترځ کې کارونه او روزگار برابر کړي.

د دي له پاره چې ځوانانو ته زيات کارونه وموندل شي، د زده کړو تر څنگ ځوانانو ته د لنډمهاله حرفوي زده کړو لکه رنگمالي، نجاري، وايرنگ کاري او نور کورسونه جوړ کړي. دا ډول زده کړي له يوي خوا کسبونه د عنعنوي بڼي څخه راوباسي او په عصري توگه يو لړ خدمات خلکو ته وړاندي کيږي او له بلي خوا کسبگر ښه عايد په لاس راوړیي. د لنډمهاله کورسونو د اخستلو په لړ کې يو شمير ځوانان د خپلو مهارتونو د زياتولو په موخه عالي زده کړو ته مخه کوي او دا لامل په ټولنه کې د عالي زده کړيوالو شمير زياتوي چې د ټولني په فرهنگي کچه مثبته اغيزه کوي.

د حکومت او غير حکومتي سازمانونو په واسطه ځوانانو ته کارموندنه او حرفوي زده کړه ورکوونه د دي سبب کيږي چې ځوانان د علاقي وړ دندي پيدا کړي او بهر ته د بي گټې مهاجرت څخه ډډه وکړي. افغان ځوانان په افغانستان کې د بهر په پرتله هوسا کار کولی شي. د هغه پوهه او تجربه ښايي کفايت وکړي چې يوه مړۍ ډوډۍ د خپل کور له پاره ځوان ومومي، اما په بهر کې د زده کړي او په عموم کې د فرهنگي کچې د لوړوالي له امله ډيرئ افغان ځوانان په شاقه کارونو اخته کيږي چې ډير ځله د هغه په روح او روان بده اغيزه کوي.

سرچینه: یاران ټکی کام

%d bloggers like this:
/* ]]> */