نړۍ

چين: د سکرو په کان کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل):د چين شمال کې د سکرو يو کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

طبيعي پېښو سره د چين د مبارزې ادارې چارواکي وايي، د سکرو کان کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او شپيته کان کيندونکي ژغورل شوي دي.

چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه د شوې چاودنې لامل نه دی په ګوته شوی.

چين کې د کان کيندونکو لپاره د پرمختللو وسايلو سربېره هم د سکرو په کانونو کې چاودنې ډېرې پېښيږي.

د چين د کانونو کيندنې ادارې ويلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د سکرو په کانونو کې د چاودنو له امله ۳۷۵ کسان وژل شوي وو، تېر ۲۰۱۸ کال کې هم دې ته ورته شمېرې وې.

چينايي چارواکي مني، چې د پرمختللو وسايلو او متخصصو کان کيندونکو د ګومارنو سربېره هم په دغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې پېښې ډېرې رامنځته کيږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: چين: د سکرو په کان کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags