افغانستان

لوګر کې ۱۰ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې لس زره کیلوګرامه چاودېدونکې توکي او وسلې نیول شوې دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي چې تېره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سپوږمۍ راډیو ته وویل چې دغه عملیات د لوګر د ازرې ولسوالۍ په غوګیز سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه هم کشف شوې ده. احمدزی زیاتوي چې افغان ځواکونو له دغې زیرمې څخه لس زره ګیلوګرامه چاودېدونکې توکي، ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې، مهمات او ۵۳۰۰ کیلوګرامه چرس له یوه عراده موټر سره نیولي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې د دغو چاودیدونکو توکو او وسلو په تړاو ۳ درې کسان نیول شوي دي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

Tags