افغانستان

بادغیس: امریکایي ځواکونو ۱۰ تنه بیګناه هیوادوال شهیدان کړي

راپورونه وایي چې امریکایي او افغان ځواکونو تیره شپه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو بې رحمانه برید ترسره کړی دی.

خبر زیاتوي، پیښه د “پنج بز“ په نامه سیمه کې رامنځته شوې او په لوی لاس ولسي خلک هدف ګرځول شوی دي.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډوځواکونو ۱۰ تنه ملکي او بې ګناه هیوادوال په مخامخ ډزو شهیدان کړي او ځایي خلکو ته یې په پراخه کچه مالي زیانونه ور اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې هم د ګډو ځواکونو لخوا ۶ تنه بې دفاع هیوداوال شهیدان شوي وو.

د مشرانو جرګې غړي وایي، د ګډوځواکونو وروستي بریدونه دا انګیزه ورکوي چې ګواکې دا چاپې د ولسي هیوادوالو د لمنځه وړلو او د هغوی د هدف ګرځولو لپاره پلان شوې او قصدي بڼه لري.

سناتوران خبرداری ورکوي چې، که دا عملیات همداسې دوام وکړي، ښایي د حکومت او نړیوالو پر وړاندې پراخ ولسي غبرګون را وپاروي