لوبې

ليونل ميسي يو بل ريکارډ په خپل نوم کړ

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د بارسلونا کلب نړيوال شهرت لرونکي لړبغاړي ليونل ميسي د فوټبال په تاريخ کې يو بل ستر ريکارډ په خپل نوم کړ.

ارجنټايني لوبغاړي په هسپانوي «لا ليګا» ليګ کې لومړی لوبغاړی شو چې ۴۰۰ ګولونه يې ووهل، نوموړي دغه کارنامه تېره شپه د آيبر لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

۳۱ کلن ميسي په لا ليګ هسپانوي ليګ کې ټولې ۴۳۵ لوبې ترسره کړې او ۴۰۰ زيات ګولونه يې ووهل، د نوموړي پر لوبه د ګړل اوسط ۰.۹۲ دی، چې نږدې په هره لړبه يو ګول کيږي.

نوموړي د آيبر لوبډلې پر وړاندې په ۵۳مه دقيقه کې ګول وواهه چې دغه کارنامه يې پوره کړه، د بارسلونا فوټبال لوبډلې دغه سيالۍ په ۳-۰ وګټله.

له ده وروسته داسې هيڅ لوبغاړی نږدې نشته چې د نوموړي ريکارډ مات کړي، يو لوبغاړی چې اريټز اډوريز نوميږي اوسمهال په لا ليګا ليګ کې لوبيږي ۱۵۷ ګولونه په ۴۵۳ لوبو کې وهلي، خو له ميسي څخه لرې دی.

ليونل ميسي په اروپا هېواد کې له کريسټيانو رونالډو وروسته دويم لوبغاړی شو چې ۴۰۰ لوبې پو ه کوي، له دې وړاندې رونالډو ۴۰۹ ګولونه پوره کړي دي.

ميسي په ۲۰۰۵م کې خپل لومړی ګول وواهه، چې په دې تاريخ کې يې ۳۱ واره هيټريک وهلی، نوموړی په لا ليګا ليګ کې له رونالډو څخه ۸۹ ګولونه وړاندې دی.

د هسپانوي ليګ لا ليګا دريم زيات ګول وهونکي ۲۵۱، څلورم ۲۳۱ او پنځم زيات ګول وهونکي ۲۲۸ ګولونه وهلي دي.

ليونل ميسي په ټولو ليګونو کې تر دې دمه د بارسلونا فوټبال کلب لپاره ۵۷۵ ګولونه وهلي دي، نوموړي يوازې په روان سيزن کې تر ټولو زيات ۱۷ ګولونه وهلي، د نوموړي پر مټ يې لوبډله دا مهال هم د جدول په سر کې ده.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ليونل ميسي يو بل ريکارډ په خپل نوم کړ

سرچینه: نن ټکی اسیا