افغانستان

رباني له خپل قرغزستاني سيال سره پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېد

د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني د يكشنبې په ورځ د هند، منځنۍ اسيا او افغانستان د لومړي پړاو خبرو په څنډه كې د ازبكستان په سمرقند ښار كې د قرغزستان د بهرنيو چارو له وزير چنګېز آيداربيكوف سره وليدل.

رباني پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، له خپل قرغزستاني سيال سره د سولې بهير، اتصال او سيمه ييزو همكاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا په اړه وغږېد.

هغه د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع پر رامنځته كولو په ټينګار سره قرغزستان ته بلنه وركړه، چې د كابل پروسې په درېيمه غونډه كې ګډون وكړي.

بل پلو د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير رباني ته د دې هېواد د سفر بلنه وركړه.