افغانستان

طالبانو لغمان کې «فرعون» وژلی

طالبانو د لغمان په مرکز کې د اربکیانو قومندان «فرعون» وژلی دی.

دغه اربکی قومندان چې د مهترلام په نوې کلا سیمه کې يې پوسته درلوده، په سیمه کې په اخلاقي فساد، لوټ او تالان تورن بلل کېږي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی سرتېرو په لیزرې وسلې فرعون په پوسته کې د ننه وواژه.

هغه لیکلي: «تیره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند نوې کلا سیمه کې د فرعون په نوم وحشي اربکی په خپله پوسته کې دننه د لیزرو په حمله کې ووژل شو.»

په ډېری سیمو کې د وحشت اچولو په خاطر اربکي قومندانانو ورته نومونه پر ځان ايښي دي، چې لړم، ښامار، مردخور او نور نومونه هم په بېلابېلو سیمو کې د اربکي قومندانانو نومونه دي.

دا په داسې حال کې دی چې همدا تېره شپه د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم د یو قومندان په ګډون درې اربکیان د طالبانو لیزري برید ته برابر شوي دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي، دا اربکیان يې د مقر په مدو او بها‌‌ءالدین سیمو کې وژلي دي.