افغانستان

اجرائیه رئیس د ولسي جرګې پر ټاکنو ملنډې وهلې

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډ په اړه ویلي.چې د ټاکنو د پایلو ځنډ د ولس حوثله تنګه کړه.

هغه په ټاکنو مسخره وکړه او ویې ویل که د افغانستان نفوس د چین هومره وای، د ټاکنو پایلې به د قیامت په ورځ اعلان شوې وې.

دا پداسې حال کې دی چې تیره ورځ د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش هم د ټاکنو کمیسیون په بې کفایتی او فساد تورن کړی وو.

هغه هم ویلي وو چې د ټاکنو کمیسیون له لوري د ټاکنو د بایلو ځنډ د ولس حوصله کمه کړې او دغه کمیسیون بې ظرفیته دی.

د ټاکنو کمیسیون باندې پخوا هم دغه تورونه لګیدلي وو او د سیاسي احزابو له لوري پرې په بار بار تورونه لګیدلي وو خو د حکومت په دومره لوړه سویه چارواکو دا لومړی ځل دی چې د یاد کمیسیون په اړه دا ډول څرګندونې کوي.

%d bloggers like this: